زما يې غاړې خلاصي:
د افغانستان حالات
ځیني زاړه شوي دي، تیرې شوي نادودې يې له یاده وتلي دي،
ځیني نوې ځوانان شوي دي، پخوانۍ نادودې يې نه دي لیدلي،
ځیني په شر کې خپلې ګټې لټوي،
ځینې د نورو په چوپړ کې دي،
ځیني د جهالته په ښه او بده نه پوهیږي،
ځیني خو بیا هیڅ افغانستان نه مني،
ځیني، خیني، ځیني او ځیني خو بیا تش په نامه انسانان او افغانان دي،
دوستانو د هیواد حالاتو ته په سرسري نظر مه ګورئ، تاسو به فکر کوئ چې هر څه به په خپله جوړ شي او نور به درته غوښې ډوډۍ راوړي.
اشتباه کوئ، مه غولیږئ، نظام وساتئ، په هیواد مئینو سره یو شئ، ځوانانو ته پخوانۍ نادودې په ګوته کړئ او سپین ګیرو ته يې ور په یاد کړئ، عمل وکړئ او هیواد له نورو بدمرغیو وژغورئ.
((نور نو ستاسو خوښه!!!))