پاملرنه
فکر کوم اوس خو ډیر څه روښانه دي. د یو او بل ملامتولو ته اړتیا نشته. د بل د ملامتولو پر ځای دې هر څوک د ځان په هکله سر په ګریوان کې ټیټ کړي او که له ځان غوښتلو تیر شي ښکاره به شي ورته چې له هر بل چا ډیر يې په ویجاړولو او وژلو کې برخه اخیستي ده.
که چیرې یو او بل ملامت کړو، پایله به يې یوه پیړۍ نور د جګړې دوام وي. ځکه یو هم سپین چرګ نه دی. ملت چې د مجبوریت پر اساس خپل وژونکي بخښي تاسو د دې پر ځای چې د ملت څخه منندوی شئ، پر یوه او بل شاهدي وايې او په خپله، خپله په ښکلو جامو کې پټه توره څیره ښکاره کوئ.
راځي په شرط یو مشر را په ګوته کړي چې سپین چرګ وي او د خلکو د غولولو له پاره يې بې وخته اذان نه وي کړي. زموږ په وزیرو کې به يې هغه چرګ له چړې تیراوه چې بې وخته اذان به يې کاوه. خو همدا بېوزلی، دریدلي ملت دی چې رحم يې په زړونو کې دی او خپله چاړه له نیکې نه راباسي.
د خلکو زور د خدای ج زور دی.
د خلکو قهر د خدای ج قهر دی.
د خلکو رحم د خدای ج رحم دی.
د لوی خدای ج قهر له یامه مه باسئ، په تاریخ کې ډیر تش په نامه ظالم مشران د خدای ج په قهر اخته او ذوب شوي دي.
وايي: په یوه کلي کې د دوه تنو له فساد، غلا او ظلم څخه خلک ډیر په عذاب وه، خو چا جرئت نه کاوه چې هغه دوه تنه ټول کلي ته ور په ګوته کړي. پریکړه يې وکړه چې قرآن کریم به په څادر کې کیږدي او د کلي ټول وګړي به د قسم په ویلو سره چې دی غل او ظالم نه دی د څادر لاندي تیریږي.
د کلي ټول واړه او غټ، ښځې او نارینه، ځوانان او زاړه د قسم په ویلو سره د څادر لاندې تیر شول. یو چا پوښتنه وکړه چې خیر هغه دوه غله څه شول؟ یو چا ورته وویل چې هغوی دواړو څادر نیولی وو او خلک يې څارل چې څوک بې له قسم اخیستلو پاتي نه شي.
اوس دلته هم څادر همدې مشرانو نیولی او خلک له څادر څخه تیروي او وايې ورته چې غږ به نه باسي، لاسونه به مو مچې کوئ، څه مو چې ګټل نیم يې زموږ حق دي. که دا کارونه مو ونه کړل خدای ج به له تاسو بېزاره شي. دوی سدوګان دي، د مارانو او لړمانو مشران دي که په خبره يې عمل ونه کړئ بیا خو ماران او لړمان د دوی په لاس کې دي او پرې چیچي مو.