جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د استاد ازمون صاحب ناولګوټي (چینی) او څو خبرې

د استاد ازمون صاحب ناولګوټي (چینی) او څو خبرې

اسدالله بلهارجلالزی

ناول د یو لړ هغو پیښو ټولګه ده چې په هغه یوڅوک او یا یوه ډله په منظمه توګه ګډون لري او پکې د ژوند د پیښو جزییات اوکیسې بیانیږي. په دې کیسو کې د یوه چا او یا هم ډیرو کسانو کړه وړه، حرکتونه، صحنې اوپیښې د تورو او کلماتو له لارې انځوریزې کیږي. ناولونه دوه ډوله وي لنډ او اوږده، که څه هم د دوئ ترمنځ لا یو ټاکلی حد نه دي څرګند خو هغه څه چې تر اوسه د ټولو لپاره د منلو وړ دي هغه دا دي چې د څلویښت زره کلمو نه بیا تر پینځه څلویښت زره کلمو پورې ناولونه په لنډو ناولونو کې بلل کیږي. له هغه نه پورته بیا په لوړو ناولونو کې شمیرل کیږي. د محترم استاد دا ناول څه باندې پینځه پینځوس زره کلمې دی نو په دې حساب په لوړو ناولونو کې ګڼل کیدای شي. خو دا چې ده ورته ولي ناولګوټی ویلي دی، زه نه پوهیږم.

چینی (ناولګی) استاد لعل پاچا ازمون

 دا ناول په دې ټکو پیل شوی دي (د سپي په سترګو کې له انسان سره مینه وه، په همدې مینه را لوی شو، خلک به یې له بوی او غږه پېژندل، په غلو یې رڼا ورځ تپه تیاره کړې وه، هغو خلکو چې په اوړو کې یې شګه وه، دی نجس سپی باله، خو د کور خلکو له مینې پرې چینی نوم کېښود. کلی ولس له غلو تر پوزې راغلی و، له چا سره به چې د لاس کوم خیری میری و، هغه به یې په ډېرو ستونزو ساته، چیني نه یوازې د غلو په پېژندلو کې مهارت لاره، له انسانانو او څارویو سره  مینه هم کوله، تر دې چې د ژمي له پسه چې سره به یې په غوجله کې ګډ  ژوند کاوه، د پسه په حلالولو دومره خفه و چې کله به یې د هغه د غوښې او وازدې بوی تر سپېږمو شو، نو هغه ځای به یې پرېښود او کنډ کنډ اوښکې به یې ورپسې تویې کړې، هډوکي ته خو یې بالکل خوله نه وروړله. غله به په اپین (اپیم) او پسه پسې ګرځېدل. چیني د اپینو په غلو رڼا ورځ توره شپه کړې وه، هوډ کړی و چې د سر په بیعه به  غله رسوا کوي.)

د چیني د وفا، مینې او قربانیو په اړه استاد خپلې خبرې داسې پسې اوږدوي.

«چینی په اوړي، ژمي، په باد وباران، توپان و سیلۍ، په پېچومو، ستغو او کږلېچونو نه و، تر هر چا به وړاندې، وړاندې روان و .کله به چې د وېرې او ډار ځای راغی، نو دی به کله مخکې شو او کله وروسته، د خطر په وخت کې به یې خپل پلونه ګړندي کړل، بیا به چې پوه شو، له شا یې خاوند ته خطر دی، نو تر شا  به روان و. لویه توره یې دا وکړه چې غله یې پر ځان پوه کړي وو چې دی پرې پوه دی، د غله په ږیره خس وي.)

 چیني په پښتو ناولونو کې ښايي لومړنی ناول وي چې یوه حیوان د مثبتو کړنواو انسان سره د مینې په اړه لیکل کیږي. هغه ته د انسانانو له زیست او ژواک سره په هنري انداز کې تړاو ورکول کیږي. د ناول ګوټي په لومړنیو پاڼو کې مې داسې انګیرله چې د (کلیله او دمنه) په څیر به چینی هم چا ته د ور نژدې کیدو یا مقام په لټون کې وي. لوستلو ته مې تلوسه شوه.

موږ په اوسنیو لیکوالو کې ځینو د ګوټو په شمار وتلي لیکوال د حیواناتو، مرغانو او… دې ژبه له لارې د پیغام رسولو په برخه کې یوڅه کاږي. خو په نړۍ کې بیا دا کار سل کاله وړاندې شوی دی. د ډیری لیکوالو په کیسو او ناولونو کې حیوانات رول لري. چې د بیلګې په ډول يي د مشهور امریکايي لیکوال جک لندن څو ناولونه یادولای شو چې په کیسو کې يي اتلان سپي دي. خو مشهور يي بیا (The Call of the Wild) ناول دی چې د باک په نوم سپي پکي رول لوبوي. په پښتو کې دغه ناول ته ژباړن ښاغلی جبار فراز (د وحشت بلنه ) نوم ورکړی دی. په فارسي کې هم دا ناول د اوای وحش په نوم ژباړل شوی دی. د جک لندن د ناول باک د یوه قاضي په کور کې ژوند کوي، میلر هغه ساتي نازوي يي ورسره خبرې کوي، خو بیا د یوه عادی وګړي له خوا په یوه بیرحمه کس با ندې پلورل کیږي،  باک وهل اوټکول خوري ځورول کیږي او د زور له لارې يې تابع کوي. بیا سختو او شاقه کارونو ته اړایستل کیږي، بګۍ ته تړل کیږي په واورو کې د اوږد واټن مزلونه وهي او ستونزې ګالي، ترڅو خاوند يي د ده په مرسته سره زر ومومي.

خو چینی بیا څومره بدبخته دی، دی هر وخت د کلي د مشر، ملک، ملا او هغه چا له خوا ځورول کیږي چې تر ډیره ورنه د ښو تمه کیږي. د ټولنې او باورونو ترمنځ تفاوت دلته کتلای شو.

چیني وړوکی وي. اکبرجان يي لوی کړي. په هماغې کوټه کې له ځانه سره ساتې کوم چې دوۍ ژوند کوي. دلته ده چې موږ په ناول کې د بیوزلو وګړو د ژوند یو داسې انځور وینو چې د فقراو بیوزلې له امله لا د ژوند انه په لومړنیو پړاوونو کې را ګیر دي. دی هم دهمدې بیوزلې کوچنۍ کورنۍ په غوښتنه ورسره ژوند پیلوي، د دې کورنۍ د غړو شمیردرۍ تنه دی، په لومړنیو ورځو کې خو چیني ته د ګلداد ښځه مستو هم پام نه کوي. آن چې کرکه ورڅخه کوي.

خو ګلداد او زوی يي اکبرجان چیني په دې تمه په کور کې منلی چې هغه به يي له غلو څخه ساتي. ځکه په سیمه کې د بیوزلۍ ترخوا د غلو غدیو هم د خلکو د ژوند خواږه ورڅخه ترړولي دي. چیني په لومړنیو شپو ورځو کې د ګلداد د نژدې ګاونډې صنمي او د هغې د میړه عثمان جان دوئ له ناسم غبرګون سره هم مخ کیږي، هغوئ يي هم له غپا او کړونچي څخه اوکه دي. د استاد په یاد شوي ناول کې لولو چې چیني یو هوښیار، ځیرک، وفادار، صبرکونکی، زغم لرونکی، لټونکی او تر ډیره بریده بي ضرره او له انسان سره مینه ناک سپی دی. دا ټول هغه صفتونه دي چې په مټ يي چیني وکولای شول د ځینو مخالفانو په زړونو کې يي هم ځانته د دوستۍ ځای پیدا کړ. خو یو شمیر نورو بیا له لویه سره د ده په دې وړتیاوو سترګې پټي کړي او نجس يي بولي، د ورکیدو له پاره يي هڅه کوي. په ټوله کې ویلای شم چې دا ناول په پښتو ناولونو ښايي لومړنی وي چې د یوه کورنۍ حیوان په نوم او د هغه د کړونو په اړه پکې داسې څه ویل کیږي چې نور نو باید انسانان دا زده کړي چې د یوه اوبل له ځورولو، وهلو، نفی کولو اوپر یو او بل له ظالمانه چلند څخه لاس واخلي.

د غه ناول د تلوسې، خوږوالي اوښه والي ترڅنګ ځینې داسې خبرې هم لري چې یو څه يي د ناول همدا خوږوالی زیان من کړی چې یادول یې اړین ګڼم

یو څو غوټې چې نه دي خلاصې شوي

په ناول کې پیښو ته غوټي جوړول او بیا بیرته پرانیزه په ناول کې تلوسه پیدا کوي. چې دا کار په چیني کې هم شوی دی. لکه ملا، ملک، او خان د چیني مخالفت کوي. ګلداد او اکبرجان ته په ټینګارسره دا خبره کوي. په داسې حال کې چې ملا په کلي کې له دې هم خبر دی چې نور سپي هم شته او په کورونو کې ساتي. داد مخالفت ښکاره دلیل تر پایه نه دی په ډاګه شوی، یعني غوټه خلاصه نه شوه. بل دا چې په سیمه کې د اپیمو د کر په اړه ډیر څه نه ویل کیږي خو د شتون په اړه يي بیا لږ تر لږه د یوه داسې کلیوال په کور کې چې جوار د ګلداد له ښځي مستو څخه په پورغواړې هم د یوې پیټۍ د شتون خبره  کیږي. کله کله خو بیا دا دومره کم ښودل کیږي چې د دیوالونو په چاکونو او درزونو کې یې هم د پټیدو امکان وي. زه فکر کوم په دومره پیمانه اپیم په کوټه کې د ننه هم ساتل کیدای شي. له دې ورهاخوا څو ځله نغاره وهله کیږي خو هیڅوک هم په ټولیزه توګه بیا سبا د نغارې د وهلو اودغلو د څرک پیدا کولو هڅه نه کوي. او هغوئ هم نه معلومیږي چې د غلو ملاتړي څوک دي.؟ په داسې حال کې چې دا هغه دوره  هم نه ده چې په کې غلو کولای شوای ډیر په اسانه فعالیت وکړي. ځکه کله چې ګلداد او زوی يي اکبرجان پسه خرڅوي نو پیرونکي ورته داسې نوټونه ورکوي چې د داودخان تصویرونه پرې لیدل کیږي. نو د داود خان او ظاهرشاه د واکمنۍ دورې د افغانستان په تاریخ کې د امن دورې ښودلې شوي . په هر حال غله به وو، خو په دومره پیمانه هم نه چې ټول ولس يي مخه نه شوای نیولای. همدا ډول ګلداد په ناڅاپې ډول د ناول په شپاړسمه برخه کې د ګلدادخان په نوم یادیږي. چې مخکې فقط یو کلیوال او د بزګرې په چارو بوخت ښودل شوی و، وروسته بیا ګلداد داسې یو څوک هم معرفي کیږي چې د ملکي یوه دوره يي هم تیره کړي وي. او د همدې فساد له امله يي ملکي پریښې وي. لکه چې وايي (فساد راته په حاکم کې ښکاري، ملک هم راته په پوستکي کې ډېر پاک سړی نه ښکاري، دا خو ملکان دي، ما خو ملکي هسې خوشې پرېنښوده، وۍ وۍ ، خدای پاک دې دوی سره پوه شي، بس څه وکړو، شک هم ښه شی نه دی، هغه بله ورځ یې هم په رادیو کې یوه سندره راغله)
« ولاکه یو خاین ترې خلاص شي په پرده کې»
« مکتوب راغلی، د ملکانو په باره کې»

او یا دا چې ښوونځي چا وسوځاوه؟ دا هم معلومه نه شوه اودا: (– یره اکبرجانه! د سپیو ساتل ګوره دوه بخته دي) تر اخره پورې هم دا وضاحت ورنه کول شو چې دا دوه بخته کوم کوم دي.

پورتنۍ ټولې غوټي ناسپړلې پاته شوي دي. چې دا برخه یې د لوستونکي زړه تنګوي. په هرحال په پښتو ناولونو او کیسو کې د متلونه کارونه ځکه ډیره کیږي چې مقصد پکې ژر او ښه رسول کیږي. ازمون صاحب هم دا کار کړی، خو په اصلي ډول نه لکه دا متل – هو نو، پردی غم د واورې سیوری دی.

فکر کوم دا متل داسې دی (پردی غم تر واورې سوړ دی/ وي) او که سیوری يي وبولو واوره په ځینو کمو حالاتو کې سیوري لري، ځکه هغه لکه دیوال، ونه، څلی او غرغوندې نه دی. چې سیوری ولري بلکې واوره لکه فرش په ځمکه، پرته وي. پراته څیزونه ډیر وخت سیوری نه لري…په هر حال دې برخه کې نورې خبرې نه کوم.

ناول د سیمه ګړدود قربانی

که څه هم د خلکو ترمنځ ګړیدل، یا ګړنه که هماغسې ولیکل شي. ښايي ځینې لوستونکي به يي خوښ کړي. خوکله کله بیا لیکوال د معیاری ژبې دودولو مسؤلیت هم په غاړه لري. په تیره بیا مشران او پاخه لیکوال خو په دې برخه ډیر مسؤولیت لري. خو د چینی ناول کې د معیاري ژبې پرځای د سیمه ایزګړدود اغیز ډیر او تپل شوی غوندې ښکاري.

دا هم څوبیلګې:
– مزری، مزری مه کېږه، کېنه، – که داسې وای ښه به و. زمری زمری مه کیږه کېنه،
ـ دا وخت به غله ډېر لګېدل، – سم يي باید داسې وای.
غلو به غلاوې کولې. غدۍ به ډیري وي.
ـ په بستارو ګرځۍ،
سم : په بام / یا بلۍ
ـ د کریم بابا چغو، د عثمان جان او د ادې چغو کار وکړ – د چغو په ځای باید (چیغو) وای.
څیرې څیرې دیوالونه،
زه وایم د یوالونه څیرې څیرې کیږي نه، بلکې د بارانونو د اورښت له امله لارې لارې او وړې وړې شیلې په کې جوړېدای شي.
ـ ډکه کاسه ماسته راوړه. – که ډکه کاسه مستې راوړه. لیکل شوی وای ښه به و.
ـ خلک ولږې راخیستي دي.
سم – خلک لوږې راخیستي دي.
ـ نو غله په سپي راټینګوئ؟
ـ درون ټوخی به یې را خوشې کړ.
ـ غږيې هم ور وشاړه
( چې د لمر څړیکې يې د سترګو ګاټي ونه تخنوي) زه ګومان کوم د لمر وړانګې د سترګو ګاټي بریښوي، تخنوي یی نه، دې ورته ډیرې بیلګې په کې موندلای شو.
د ناول په اتمه برخه کې یو ځای داسې لولو
(د کلي ملا صاحب په لوی جومات کې د جومې ورځې تقریر کاوه، تکې سپینې جامې یې اغوستې وې، سترګې یې ډکې ډکې تورې کړې وې، د تېزو عطرو په چینه کې یې لمبلي وو. له ورایه ترې ډډوزه خته، مایک ته ودرېده، کلیوالو ته یې مخ واړاوه ، تاسې باندې خبرې هېڅ تاثیر نه کوي، زه درته مدام وایم چې په کور کې دا نجس شیان مه ساتئ،) دلته یو ډول تناقض لیدل کیږي، په کلیوالو سیمو کې تر دا څو کاله پخوا په جوماتونو کې لودیسپکرونه نه ول. د داود خان په کلونو کې خو بلکل نه ول. ځکه بیوزلې دومره زور وه چې د کلیوالو په کورنو کې  به شیطان څراغ بل و. نو د لودیسپکر له پاره بیترۍ، مایک او نورو سامانونو تابیا خو يي هیڅ نه شوای کولای.

موږ کله د ناول په پاڼو کې له ځینو داسې پیښو سره مخ کیږو چې لوستونکي ته شک پیدا کوي له زړه يي نه مني. د ناول په شپاړسمه برخه کې یو ځای داسې لولو.

(ګلداد د چلم شوقي نه و، اکبرجان لا نه و را رسېدلی، اکبرجان به چرس څښل، عثمان جان پاچا په هېڅ شي بند و واز نه و، چلم یې ښه په مزه مزه راښکه،) وینو چې په تیر کې زموږ غوږونوته د اکبرجان د چرسو خبره نه وه رسیدلي. خو ناڅاپه چرسي وښودل شو. اوبل دا چې دی له داسې چا سره هم نه دی ملګری شوی چې هغوئ په چرسو روږدې وي. لږ خبره ګونګه راته بریښي. او دا چې اکبرجان لا تر اوسه پوري تنکی ځوان دی، خو کله چې د عثمان جان پاچا د اپیموخبره تر ولسوالي رسیږي د ګلداد پرځای دی ورسره ولسوال ته روان وي. او مشهدۍ پرسرتړي، آن چې پلار يي هم پرې باورې نه دی او ورته وايي: چې له مشهدۍ سره پام کوه څوک يي درڅخه یونه سي. په داسې حال کې چې د ولسوال دفترته د پاخه عمرخلک هم په اسانۍ نه شي ورتللای خو دی سپی هم ورسره بیايي، په هممهاله ډول د ناول ځينې برخې کله کله د واعظ او نصحت بڼه خپلوي داسي لکه مناجات چي لولي. ډیرځایه له داسې خبرو سره مخ کیږو خو د بیلګې په ډول يي یوه وړه بیلګه په اولسمه برخه کې يي لولو

( – پروردګاره! ته د ځمکې په مخلوقاتو ورحمېږه، ته د هر نفس پیدا کوونکی او اخیستونکی یې، تا موږ ټول پیدا کړي یو، خو خدایه!!! ددې دور انسان ته د عاطفې او مینې لار وښییه چې په خپل ټول بشر باندې د لطف او مهربانۍ لاس راکاږي، دا نه ګورې، دوی ما ځوروي، زه بده دعا نه کوم، ښېرا نه کوم، بس دی چې دا خلک د خپلو اعمالو په اور کې سوځي، نور باید ونه سوځي.) داچې مناجات او نصحت ډوله خبرې هم ډیري تکرار شوي، نو کله ناکله له لوستونکی اصلی لوری ورک شي. اوبل څه چې تشریح ته يي اړیتا محسوسیده هغه خپله د چیني د جثې په اړه معلومات وو. لازمه وه لوستونکو ته معلومه شوې وای چې چیني څه ډول رنګ درلود، قوي و که کمزوری، قد يي څومره و، څه ډول غوږونه اولکۍ يې وه، اوږد و که لنډ، داړې او نورې ځانګړنې يي هم باید ښودل شوې وای، چې دا کار نه و شوی. د ښوصفتونو سپی باید له کوټه سپو سره فرق ولري. چې د چیني دا فرق معلوم نه شو. همدومره.

2 COMMENTS

  1. د جلالزي صاحب کره کتنې وهڅولم چې د ازمون صاحب ناول (چینی) ولولم) په دې خاطر جلالزي صاحب ته کور ودان وایم.
    ناول مې خوښ شو. تلوسه یې لرله، ژبه یې روانه ده او پیغام لري.
    رابه شم د ښاغلي جلالزي ځینو نیوکو ته. د ده پر خپل نثر او د ناول په اړه د ده په تعریف کې ډیرې خیرې شته. نورې به یې نه شاریم اوله جمله یې داسي ده؛
    (ناول د یو لړ هغو پیښو ټولګه ده چې په هغه یوڅوک او یا یوه ډله په منظمه توګه ګډون لري )

  2. مننه وروره چې ځان دې دومره ستړی کړی، ننګ صاحب دې هم ددې کډو وډو لوست ته هڅولی. ما ور ته ناولګی نه دی ویلی، دا د تاندوالو نومونه ده. پنځونې لهجې خوندي کوي. بل د کرکټرونو او راوي ژبه ستا په اصطلاح معیاري نه وي. ستا نقد هم غور غواړي، زموږ په سیمه کې همداسې غله وو، دا پېښې زما تر سترګو تېرې شوې دي. نور نو ستا نظر ته درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب