پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله د تدارکاتو کمیسیون اعلان او ملا برادر یې مشر...

ملا هبت الله د تدارکاتو کمیسیون اعلان او ملا برادر یې مشر ټاکلی

تاند:(سې شنبه، د قوس دوه ويشتمه)‏ د طالبانو د حاکمې ادارې اميرالمؤمنين ملا هبت الله اخندزاده د خپلې ادارې لپاره د تدارکاتو کمیسیون اعلان کړ.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د طالبانو د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملاعبدالغني برادر د دې کميسيون مشر ټاکلی دی.

په چارو کې د روڼتيا تامینول، د موثرو خدماتو وړاندې کول، د تدارکاتي ستونزو حل لارې موندل او د تدارکاتي چارو تنظيم د دغه کمیسیون مهمې دندې ښودل شوي دي.

 دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان له سخت اقتصادي ناورين سره مخ دی او خلک ېې د مهارولو لپاره له طالب مشرانو څخه د مسلکي کادرونو د ګومارلو غوښتنه کوي.

د طالبانو مشرانو د مخکيني جمهوري نظام مشران د تدارکاتي چارو په انحصار او له دې لارې په پراخ مالي فساد تورنول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب