یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد سپین بولدک - چمن د نښتې د تلفاتو شمېر ۱۰ ته...

د سپین بولدک – چمن د نښتې د تلفاتو شمېر ۱۰ ته ورسید

تاند(سې شنبه، د قوس ۲۴مه) پاکستان وايي، د یکشنبې په ورځ د چمن- سپین بولدک ترمنځ د دوو خواوو د ځواکونو د نښتې له کبله په چمن کې د وژل شویو کسانو شمېر ۸ ته ورسید.

دا په داسې حال کې ده چې پرون په سپین بولدک کې هم د یکشنبې د ورځې په ډزو یوه ټپي سا پرې کړه.

پاکستان وايي چې په دې نښته کې په چمن کې ۶ تنه وژل شوي او ۱۶ ټپیان وو خو پرون دوو ټپیانو سا پرې کړه چې ورسره د کرښې د پورې غاړې د تلفاتو شمېر ۸ ته ورسید.

په کندهار کې د طالبانو چارواکي وايي چې په دې نښته کې په سپین بولدک کې یو افغان سرتیری وژل شوی او د ۳ ملکیانو په ګډون ۱۳ نور ژوبل شوي دي خو پرون یو ټپي مړ شو چې له دې سره په افغانستان کې د وژل شویو شمېر ۲ ته لوړ شو.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې برید افغانستان پیل کړ خو په کندهار کې طالب چارواکي او د سپین بولدک اوسېدونکي وايي چې برید پاکستاني ځواکونو پیل کړ.

د کندهار د والي ویندوی حاجي زاید رسنیو ته ویلي، د دوی ځواکونو په سیمه کې پوسته جوړوله چې پاکستاني پوځاینو پرې دزې وکړې.

په همدې حال کې د پاکستان دفاع وزیر خواحه اصف ادعا کوي چې په کابل کې د طالبانو سرپرست حکومت د بلوچستان ایالت په چمن کې پر ملکي وګړو د افغان پوله ساتو له لوري د ډزو په خاطر بخښنه غوښتې او دا مسله نوره هواره شوې ده.

1 COMMENT

  1. د پاکستان له خوا په ډیورند کرښه او نورو سیمو کی دپښتنوترمنځ جګړی جوړول د انګریز دسیسه ده چی د ای. اس. ای په واسطه یی ترسره کوی ترڅو دپښتنو ترمنځ دښمنی جوړه کړی، انګریز همدا اوس هم د افغانستان دننه پښتانه فوق العاده بی اتفاقه او بدنام کړی، له تعلیم او تمدن، تجارت، کار او عادی ژوند یی ایستلی په خرافاتو کی یی غرق کړی ، دی اوس یی دا شروع کړی چی له دیورند ها خوا یی دشمنی وغځوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب