شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد پاکستان دفاع وزیر وايي، طالبانو د سپین بولدک - چمن د...

د پاکستان دفاع وزیر وايي، طالبانو د سپین بولدک – چمن د پېښې په خاطر بخښنه وغوښته

تاند(سې شنبه، د قوس ۲۴مه) د پاکستان دفاع وزیر خواحه اصف وايي، په کابل کې سرپرست حکومت د بلوچستان ایالت په چمن کې پر ملکي وګړو د افغان پوله ساتو له لوري د ډزو په خاطر بخښنه غوښتې او دا مسله نوره هواره شوې ده.

د سپین بولدک – چمن ترمنځ د شیرواوبو په سیمه کې د یکشنبې په ورځ افغان او پاکستاني ځواکونو نښته وکړه چې په نتیجه کې ۸ تنه ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول.

پاکستان وايي، په چمن کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۶ ژوبل دي. له بلې خوا په کندهار کې طالب چارواکي وايي چې یو سرتېری یې وژل شوی او درې ملکیان او ۱۰ سرتیري یې ژوبل شوي دي.

په کندهار کې طالب چارواکي وايي چې جګړه پاکستاني ځواکونو پیل کړه.

خو د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف پرون (دوشنبه) د خپل هیواد ملي جرګې ته په دې اړه په خبرو کې وویل چې په چمن کې جګړه د افغانستان له لوري پیل شوه.

ده د جګړې علت ته په اشارې وویل:«د ازغن سیم یوه برخه زیانمن شوې وه، زموږ کسانو جوړوله چې دوی (طالبانو) په جیپ موټر  پرې تیر او ویجاړ کړ، هاله یې ډزې پیل کړې. باید د کټارې (ازغن سیم) د ترمیم د کار لپاره د پولې د امنیت کمېټې ته مراجعه شوې وای.»

خو اصف علي دا نه دي ویلي چې د طالبانو د حکومت کوم چارواکي د دې پېښې په خاطر بخښنه غوښتې یا له کوم طریقه یې بخښنه وړاندې کړې ده.

د طالبانو حکومت تراوسه پورې د خواجه اصف د دې څرګندونو د تایید یا رد په اړه څه نه دي ویلي.

په پاکستان کې د دې پېښې په خاطر یو شمېر سیاستوالو او د پارلمان غړیو پر حکومت سختې نیوکې کړي او دا یې د هغه د کمزورتیا نخښه بللې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب