Homeخبرونهداعش ډلې د کابل د پروني برید مسوولیت منلی

داعش ډلې د کابل د پروني برید مسوولیت منلی

تاند:(سې شنبه، د قوس دوه ويشتمه)‏ د اسلامي دولت یا داعش سختدریځې ډلې خراسان څانګې د کابل په شهرنو سیمه کې پر هغه مېلمستون د برید مسوولیت منلی چې عموماً یې ډیر میلمانه چينايي اتباع وي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د داعش ډلې په اعلامیه کې راغلي:«د دوی دوو وسله والو د هوټل په دروازه کې د هغه ساتونکو ته لاسي بم وغورځاوه او دوه بمونه یې د چینایانو د مېلمستون په سالون کې په داسې حال کې وچاودول چې د مېلمستون چینايي مېلمنانه په یوه محفل کې راغونډ شوي وو.»

سرچینه د داعش د بیان له مخې، زیاتوي، یوه داعشي وسله وال د طالبانو خوا ته بم واچاوه او بل یې د هوټل د خونو د دروازو د پرانیستلو په خاطر چاودېدونکي مواد والوزول او د میلمستون په خونو کې یې پر مېلمنو ډزې وکړې.

په کابل کې د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله مجاهد پرون وویل چې په دې برید کې درو تنو لاس درلود چې ټول د دوی ځواکونو ووژل.

د طالبانو د وياند د پرونیو خپرو کړو معلوماتو په اساس، په دې پېښه کې دوه بهرنیان هغه مهال ټپیان شوي وو، چې له پاسنیو پوړونو يې ځانونه وغورځول.

 په کابل کې د ایمرجنسي روغتون مسوولان وايي چې دغه روغتون ته ۳ مړي او ۱۸ ټپیان وروړل شوي دي.

د روغتون سرچينو د وژل شويو او ټپیانو د هويت په اړه څه نه دي ويلي.

پرونی برید یوه ورځ وروسته د چینایي اتباعو د هدف ګرځولو لپاره وشو، چې په کابل کې د چين سفير د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له سیاسي مرستیال عباس ستانکزي څخه د دوی د سفارت د ښه امنيت نيولو غوښتنه وکړه.

طالبانو د یاد برید په اړه له لومړنيو جزییاتو وراخوا څه نه دي ويلي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزير علي احمد جلالي د دغه برید په غبرګون کې وويل، چې دې پېښې او په کابل کې د روسیې او پاکستان پر سفارتونو بریدونو وښوده، چې په افغانستان کې د امنيت تامينولو او نورو تروريستي ډلو د مهارولو په اړه د طالبانو ژمنې عملي نه وې.

د داعش له لوري د دې برید د مسوولیت تر منلو مخکې د افغانستان د چارو څارونکی ژورناليست سمیع یوسفزی د دغه برید تر شا د داعش ډلې د لاس لرلو شک څرګند کړ او ویې ویل چې ياده ډله د افغانستان د امنيت ټينګولو په اړه د طالبانو د ادعاوو په ننګولو توانيدلې ده.

خو له دې ډول بریدونو سره سره په تېرو ۱۶ میاشتو کې کومه ډله نه ده توانېدلې چې د طالبانو په مقابل کې غښتلې جبهه جوړه کړي یا د افغانستان کومه سیمه ونیسي.

د احمدمسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې په پنجشیر او د بغلان په اندراب کې د جبهې د جوړولو هڅې وکړې خو طالبان وتوانېدل چې د هغوی مقاومت مات او ځواکونه یې تر ډېره وځپي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...