پنجشنبه, سپتمبر 26, 2024
Home+د مینې ژبه، هغه چې بې ژبې مخلوقات هم پرې پوهېږي

د مینې ژبه، هغه چې بې ژبې مخلوقات هم پرې پوهېږي

لیکنه: شمس الحق حیران

همدا شېبه د انسانانو او حیواناتو تر منځ د اړیکو پر څرنګوالي جوړ شوی یو ویډيويي مستند ګورم. دا د هالنډ په رویال برجر ژوبڼ کې د ۵۹ کلنې بیزو د ژوند د وروستیو شېبو ده. بیزو چې ټول بدن یې لړزې اخیستی او د مرګ پر پاڼ ولاړه ده، کله چې پوهیږي نوره له نړۍ په کوچېدو ده؛ له خوراک او څښاک انکار کوي. د ژوبڼ مسؤلین ډېره هڅه کوي؛ چې یو څه پرې وخوري او وڅښي؛ خو د مرګي تبې نیولې بیزو خوله  ټينګه نیولې او یوازې په مړاوي نیم ژواندي نظر د دوی د ناکامو هڅو ننداره کوي. په دې شېبو کې د ژویو پالنې پروفیسر جان وان هوپ رارسېږي.

د دې مستندې ویدیو پر اساس نوموړي پروفیسر له ۱۹۷۲ ز کال راهیسې د دې بیزو پالنه کوله. پروفیسر راځي، د کړېدونکې بیزو په لیدو هغې ته نیږدې پر ځمکه ګونډه وهي او د بیزو پر سر او اوږو څو ځله د مینې ډک لاس راتېروي، بیا خوراکي توکي د هغې خولې ته ورنږدې کوي؛ بیزو هماغسې سترګې پټې نیولي دي. په دې وخت کې پروفیسر جان د روغتیايي ټيم نورو غړو ته د هغوی په ژبه څه وايي او بیزو دا غږ پيژني، بیزو ژر سترګې پرانیزي او سر راپورته کوي. کله یې چې پر خپل زاړه ملګري – هغه پروفیسر چې تېر ۵۴ کلونه مسلسل یې د هغې پالنه کړې ده – سترګې لګېږي، له خولې یې د خوشحالۍ یوه نرۍ چیغه خېږي او پروفیسر ته په اوښلنو سترګو غاړه پرانیزي، پروفیسر هم د ناز او راز په ژبه د مینې وړې، وړې خبرې ورته کوي، ورغاړې وزي او په دومره مینه یې پر سر لاس راتېروي، لکه څو کلونه یې چې هغه نه وي لیدلې او سخت پسې خفه شوی وي. بیزو هم په مینه خپل کیڼ لاس د پروفیسر پر مخ راتېروي، عجیب واړه، واړه غږونه له خولې باسي. ته به وایې چې د کلونو، کلونو سوزوونکي بیلتون د درد کیسه ورته بیانوي. بیزو او پالونکی انسان یې د سترګو او سر په حرکاتو او اوښلنو سترګو یو بل ته د تېرې ۵۴ کلنې ملګرتیا د خوږو یادونو کیسې کوي، دواړه ژاړي، داسې لکه له یو بل جدا شوي مور او پلار چې کلونه وروسته په اورنۍ مینه یو بل مومي، مور خپل زوی ټټر ته راجوخت کړي او په چیغو، چیغو ورته وژاړي. اوس نو بیزو خپل مهربان پالونکی وپېژاند او په پوره لیوالتیا د هغه له لاسه خواړه خوري، ښايي ډېره به وږې شوې وه، خو هم شخوند وهي او هم د پروفیسر پر مخ کیڼ لړزېدونکی لاس په مینه، مینه راکاږي او سترګې ترې بلې خوا ته نه اړوي. دوی یو بل ته د مینې په بې الفاظو ژبه غږیږي، یو بل لمس کوي او یو بل ته اوښکې تویوي. مهربان پروفیسر خپل مخ د لړزاندې بیزو پر مخ ږدي او هغه یې لکه د خپل وړوکي بچي په څېر تر غاړې د مینې لاس راتاووي. پروفیسر چې خپل تور ویښتان یې د دې بیزو او د هغې د هم نوع بې ژبې مخلوقاتو په پالنه کې سپین کړي، د بیزو لاس ښکلوي؛ بیزو په دواړو لاسونو د پالونکي سر خپلو تورو لړزېدونکو شونډو ته رانیږدې او ښکلوي یې. دوی دواړه د صمیمیت په تار تړلې له نیمې پېړۍ زیاته ملګرتیا بالاخره په یوې تودې خدای پامانۍ پای ته رسوي. بیزو – لکه له اوږو یې چې دروند بار لرې شوی وي – په آرامه سر پر ځمکه ږدي او د مرګي قاصد ته هرکلی وايي.

د مستند په لیدلو مې هېڅ ونشو کولی خپلې اوښکې تم کړم او ناببره مې دا مصرع خولې ته راغله چې: ته د وروستۍ خدای پامانۍ له زوره څه خبر یې!

د دې ویډیويي مستند په لیدو مې ذهن ته راغله چې خدای پاک یوازې د انساني تکلم په ژبه موږ نه یو نازولي؛ بلکې پر دې ژبې سربېره یې زموږ انسانانو او خپلو بې ژبې ذیروح مخلوقاتو تر منځ د مینې او احسان داسې ژبه خلق کړې ده، چې هېڅ کلمې، ‎جملې، ګړدود، ګرامري ترتیب او آن زده کړې ته اړتیا نه لري. یوازې دومره کافي ده چې یو مهربان زړه، یو له صمیمت ډک کاته، یو بې آزاره لاس او یو د خیر رسونې نیت ولرو. فکر وکړئ، کله چې یو مهربان پالونکی د حیواناتو په زړه کې د مینې داسې تخم کرلی شي چې پالل شوی حیوان آن د مرګ په شېبو کې د خپل پالونکي بېلتون نه شي زغملای او په لیدو یې له سترګو اوښکې تویوي؛ موږ انسانان چې سره هم نوع یو، ټول د عقل او شعور خاوندان یو، د یوې بڼې، اړتیاو، فکر او لکونه نورو مشترکاتو لرونکي یوو؛ ولې باید تر خپل منځ مهربانه ونه اوسو؟ ولې باید یو بل ته خیر ونه رسوو او یو بل په مینه، صمیمیت او مهرباني ونه پالو؟

إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ. (سورة الرعد، ۴م آیت)

ژباړه: بېشكه په دې كې د هغه قوم لپاره نښې شته چې له عقله كار اخلي.

یادونه: که مو غوښتل دا ویډيويي مستند وګورئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب