دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد اشرف غني په اړه د هیلري کلینټن څرګندونې بېلابېلو غبرګونونو سره...

د اشرف غني په اړه د هیلري کلینټن څرګندونې بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوي

تاند:( سې شنبه، د قوس دوه ويشتمه)‏ د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني په اړه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې میرمن هیلري کلنټن وروستۍ څرګندونې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

مېرمن کلېنټن په يوه تازه وينا کې ښاغلی غني تورن کړی، چې د ځان ساتلو لپاره له پیسو سره له افغانستان څخه تښتیدلی او د اوکراین د ولسمشر په شان یې له خپل هېواده دفاع نه ده کړې.

د نوموړې څرګندونو ته په غبرګون کې د پرزول شوي جمهوري نظام د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي، چې د ښاغلي غني په اړه داسې قضاوت غیر عادلانه دی.

د محب په وينا، پر ولسمشر غني له افغانستان څخه د پيسو ویستلو تور روسانو پورې کړی و ، چې د امریکا د پلټونکې ادارې سیګار په راپور کې رد شو.

هغه د افغانستان د سقوط ملامتي پر امريکا متحده ايالاتو اچولې او ویلي، چې پر خپلو ژمنو نه دریدل یې د سقوط او اوسني وضعيت سبب شو.

د طالبانو يو شمېر پلویانو او د ولسمشر غني منتقدانو بيا د هیلري کلینټن د څرګندونو ملاتړ کړی او پر ولسمشر غني ېې د طالبانو پر وړاندې د نه دریدو او هېواد پريښودو له امله نیوکې کړي دي.

3 COMMENTS

  1. له غنی او کرزی صاحبانو څخه مو ۲۰ کاله د زیلینسکی کار واخست ، نور ممکن هم نه وه ، او ستلسی د داخلی جنګو توطیه خو غنی بلکل در شنډه کړه

  2. په اشرف غنی دخپل دیرو کمزورتیاوو سره سره شه کارونه هم کریدی چی یو مهم کار یی دا وکر چی اخر کی یی کابل وران نه کر بی گناه خلگ یی ونه وژل او د امریکا پلان چی د کابل داخلی جنگ وو شند کر. امریکا دی همیشه مخ توری وی. دوی ظالمان د مدنیت په نامه دیر هیوادونه تباه کرل.

  3. د زر او زور تر څنګ د اخلاق د عنصر شتون هم ډیر مهم دئ. هغه زورور کس یا ټولنه یا هیواد دی د روزګار په ویرانوونکې څاپېړه ووهل سی کوم چی د زور تر څنګ شرم او حیاء او اخلاق ونلری ( انګلوساکسونی مخلوق )
    نو خبره می دا ده چی:
    ۱ – که د هیلاری کلینتون یا نورو امریکائی مشرانو د پتلون د کُناټی جیب وپلټل سی نو هغه سند به پکی وموندل سی کوم چی اشرف غنی ته د نړۍ د دوهم متفکر د عنوان د بخښلو پیشنهاد پکی سوئ ؤ.
    ۲ – زلینسکی او ټول اوکرائنی وولس د امریکې د حِرص او پلیدو نقشو قربانی سویدی ( البته اشرف غنی هم یو لدې قربانیانو څخه ګڼل کیږی) . زلینسکی حتی که غوښتلای چی تېښته وکړی هم ئې نه سوای کولای ځکه له لومړۍ ورځی د یهودو په منګولو کی یرغمل ؤ ( البته خپله هم یهود دئ او لیری نه ده چی د ټول اوکراین ادې پر خرابات کېنول سی ) .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب