جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبشعربودا ته،‌ عبدالله پیکار

بودا ته،‌ عبدالله پیکار

یادښت: هغه یوه درنه شپه وه، دروند خوب مې لیده، د پاکستان ملا فضل الرحمن د بامیان د بودا ترڅنګ ولاړ وي د بودا د پرتمینې مجسمې په نړیدلو خاورو کې طلاوې او لالونه ټولوي او پنجاب ته یې انتقالوي، دا خوب مې په سبا ورځ خپلو همکارانو بازمحمد عابد، صدیق برمک، سیفي او…. ته ووایه، دوی په دغه ورځ زما خوب یوعادي تشویش ګاڼه مګر وروسته بیا هغه ورځ حیران شول چې پاکستاني استخباراتو په بامیان کې د جمالي بودا جلالي پیکر په بمونو والوځاوه. (پیکار)

نظم !

شيطانان که چيرې تور که چيرې سپين وو
درڼا دعقيدت وطن ته راغلل
له عربو له عجمو نه راټول شول
دښکلا دسخا وت وطن ته راغلل
# #

وايي دوئ به دا حسينه نړۍ ټوله
دنفرت او بد رنګيو بدرګه کړي
دا له مينې نه جوړ شوی کا ئنات به
دوحشت په اور کې لولپه لمبه کړي
# #

تور دقهر اودجهل خدای به جوړ کړي
بيا به واړه عبا دت دابتذال کړي
دهنر په کتا بونو به اور بل کړي
دروازې به ټولې بندې دکمال کړي
# #

دا ونه ګڼې چې ښه او بد په کې دي
هريو تن يې له ابليس ځينې خبيث دی
سور قران يې لکه ډال پرسر نيولی
پر هر غشي يې ليکلی سپين حديث دی
# #

شرنګوي دستم تورې په هواکې
نړوي دکما لاتو ياد ګارونه
چې پرې ليک دستر انسان دژوند عنوان دی
دښا يست دکلماتو يادګارونه
# #

وايي تور زړه خلک ټول ددوئ په څنګ دي
دوئ د سپينو سپينوزړو نو دښمنان دي
چې غړيږي هغه سترګې به سورۍ کړي
دځلاندو څرا غو نو دښمنان دي
# #

چې دعشق په حرارت با ندې ژوندي دي
دزردشت دمحبت نغري به مړه کړي
دادم لوڼه زامن به ټول په دار کړي
دتخليق او دجدت نغري به مړه کړي
# #

تور بدرنګ ائين به خور کړي په جهان کې
دپيړيو جما لي بودا به مات کړي
لاتر اوسه چې دغره غوندې ولاړ دې
پرتمين او جلالي بودا به مات کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب