Homeکلتورسینماپاکستاني فلم د اسکر د مستندو فلمونو لومړۍ جایزه وګټله

پاکستاني فلم د اسکر د مستندو فلمونو لومړۍ جایزه وګټله

تاند- سپاټ لایټ د اسکر د فلمونو د جایزو د ۸۸ یمې دورې تر ټولو د غوره فلم جایزه وګټله.

دا فلم په باسټن کې د ۷۰ پادریانو له لوري له ماشومانو څخه د ناوړه جنسي استفادې او د کلیسا له لوري د دې کار د پټولو په باب دی.

خو د اسکار د مستندو فلمونو جایزه د پاکستاني دایرکترې شرمین عبید چنايي فلم (د غیرت په نوم قتل) وګاټه.

دا مستند فلم د سبا نومې اتلس کلنې نجلۍ د کیسې په اړه دی.

سبا د خپلوانو له لوري د ناموسي غیرت په نوم ویشتل کېږي او سین ته اچول کېږي خو دا نه مري مګر ځان داسي ښيي چې مړه ده.

سبا ژوندۍ پاتې کېږي، د روغتون د ډاکترانو او پولیسو په مرسته دعوه اقامه کوي، خو فشار پرې راوستل کېږي او دې ته مجبورېږي چې له دعوې لاس واخلي.

شرمین عبید چنايي د اسکر جایزې په ترلاسه کولو خوښي ښکاره کړه، ویې ویل چې د دې فلم په وجه په پاکستان کې د غیرت په نوم د قتلونو مسله راپورته شوه او دا د دې لپاره تر هر راز جایزې زیات اهمیت لري.

د ۳۷ کلنې شرمين مخکينی فلم د تيزابو د حملو د قربانيانو په اړه و او په ۲۰۱۲م کال کې يې د مستندو فلمونو تر ټولو غوره فلم جايزه تر لاسه کړې وه.

 مېرمن شرمين عبېد چُنايي وويل چې د سبا کيسه يې په يوه ورځپاڼه کې لوستې وه. دې غوښتل د سبا کيسه له نړۍ سره شريکه کړي.

شرمين وايي د سبا يوازينۍ تېروتنه مينه وه او دې وروسته خپل پلار وباخښه ځکه چې د کلي د مشرانو له خوا تر فشار لاندې راغله.

شرمين وايي چې د دې فلم له لارې غواړي وښيي چې په ټولنه کې ښځې څومره د تنګ نظرۍ او نرواکۍ تر فشار لاندې وي. شرمين همداراز وايي، وروسته له دې چې د سبا پلار د پوليسو له خوا ونيول شو، دې ورسره په زندان کې ولیدل.

د دې په وينا د سبا پلار پر خپلو کړو هېڅ پښيماني نه ښودله او خبرې یې له کینې ډکې وې. ده بيا هم ويل چې دا د ده دنده وه چې خپله کورنۍ وژغوري او خپله لور په خپل لاس ووژني. ده فکر کاوه چې لور يې د خپلې خوښې په واده کولو سره خپله کورنۍ بدنامه کړه نو ځکه د هغې وژنه د توجیه وړ وه.

شرمين وايي، د سبا له پلار سره تر خبرو وروسته دا حيرانه شوه چې ښځې څومره محدود انتخابونه لري او د ښځو ژوند څومره د نورو د پرېکړو له کبله اغېزمن کېږي.

د شرمین په وینا هر کال ښځې د ناموس په نامه وژل کېږي. د دې په وينا، ډېری کسان داسې فکر لري چې ناموسي وژنې د کورنۍ مسلې دي نو ځکه بايد په ټولنه کې پرې بحث ونه شي. شرمين وايي چې دا بې رحمانه قتلونه د دود او مذهب په نامه پټېږي.

دا وايي چې د ناموسي وژنې کيسه يې ځکه په خپل فلم کې راخيستې چې په ټول هېواد کې د دې ستونزې په اړه خبرې پیل شي او د ښځو د ژغورلو نوي قوانين غوره شي.

د شرمین په وینا وروسته له دې چې د دې فلم جوړ او نندارې ته وړاندې شو، د پاکستان صدراعظم نوازشريف امر وکړ چې د ناموسي وژنو په اړه د قوانينو لايحه دې له سره تنظیم شي څو سرغړوونکو ته سزا ورکړل شي او قربانيان وژغورل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...