پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبطنزونهډاکتر یوازې، کوډګر شو/ توریالی ملیار

ډاکتر یوازې، کوډګر شو/ توریالی ملیار

په ډاکتر یوازې، کوم جادوګر داسې کوډې کړې چې چورلټ له علم منکر دی، وايي نه ډاکتري شته نا ماسټري او نه هم علم او پوهه بلکه هر څه په رمل او کوډو کې دي.

هغه ډاکتر چې تل یې کوډې دروغ بللې، وې علم یې نه مني اوس له علمه منکر او په کوډو باوري شوی، ده به تل په خپلو خبرو کې ویل چې کوډې له سره شته نه خو کله به یې چې په کوم ږیرور پټکي والا سترګې ولګېدی نو بیا به د منکر له کلمې تیر شو، خو د زړه له تله د کوډو له تاثیر منکر و،مګر اوس وايي که کوډې نه وای پیر به په یوه کف او چف له کوډګر ډېرې نه ګټلې نو د ثبوت ټکی دا یو هم کیدلی شي.

ډاکتر یوازې دا هم نه مني چې په ده کوډې شوې دی وايي زه د کوډو په دې نړۍ کې په فاعلي موقف ولاړ یم او دغه موقف خپله کوډګر باله شي.

پرون یې په لانده پټي بیا اوبه ورایښې وې ما وې ډاکتر صیب دا پټي خو ابله ورځ اوبه شوی تر اوسه لا وتره نه دی ولې دې بیا اوبه کړ، وې څوک وايي چې پټي نه دی تږی ما وې د کرنې علم وايي، وې علم په څه خبر دی پرون مې په رڼو اوبو، اوبه کړ نن د خړو اوبو وار دی، د ډاکتر په دې خبره زه هم حیران شوم ما وې ستر عالم دی د ده خبره به سمه وي، بیا مې وې چې خړې اوبه خو تازه کښت شین کیدو ته نه پریږدي او شین کښت وچوي، خو ده دا نه منله وې زه پخوا نه پوهیدم په علم مې باور و مګر اوس د جادو زمان دی او په جادو کې هغه کیږي چې په علم کې نه کیږي.

هغه بله ورځ ګلمرجان کاکا وې هلکه ستا استاد کل او عالم خو مې په عجیبه کار ولید، ما وې څه یې کول، وې لرې دې له مخې نیمه شپه یې د کلي له کنارابونو مردارۍ را ایستلې او په لاره کې یې اچولې، ما ترې پوښتنه وکړه چې ډاکتر صیب څه کوې؟ وې دا خو حیواني سره او له ګټې خالي نه ده، چې سهار شو کلی ټول بویونو په سر اخیستی و، مګر ما له شرمه غږ ونه کړ ما وې ډاکتر دی غټ نوم لري په دې خبره سپکیږي خو خلک ټول پوه و چې کلی ډاکتر یوازې، په غولو لړلی او پاکول یې د بیچاره کلیوالو په غاړه شول.

د جومات ملاصاحب هم غصه و، وې کلیوال یې راټول کړي وو، لکچر یې ورکاوه ورته ویل یې غل باید غلا وکړي او استدلال یې دا و چې همدا یې کسب دی، که دهقان بزګري ونه کړي څه به خوري، که مستري، خټګر او… خپل– خپل کار ونه کړي نو له لوږې مري، د غلو هم همدا کسب دی چې غلا ونه کړي له لوږې مړکیږي نو سرکار باید غله پریږدي چې خپل کار وکړي او ټوپک واله هم پریږدي چې د ټوپک د شپیلۍ په زور خیټه مړه کړي- دا دی اوس یې غله او ټوپک واله په کور کې وزي ننوزي.

ډاکتر یوازې یوه بله عجیبه هم وکړه او خلک یې حیران کړل، وې جادو تر برق تیز دی نو ثابته شوه چې جادوګر تر انجنیر غوره دی، تر الوتکې چټک دی نو مالومداره خبره ده چې تر ټکنالوژۍ ښه دی که نه یې منئ له کونده سوار سره څوک د پوهې اس زغلولی شي؟

دی وايي کوډګر د اورادو په پخولو د ښاپيرۍ تر لمنې رسي، ځکه خو په یو ځای کې وي، مګر نه وي، مانا هلته د ښاپیرۍ په لمن کې لوڅ لغړ ناست وي – دی خلک ویني، خو خلک دی نه ویني، ځکه نو دا خبره ثابته شوه چې هم وي او هم نه وي.

بل مثال یې داسې وړاندې کړ:

په امریکا کې مې کلونه کلونه درس ووې ګټه یې څه شوه، د دمې جوړولو په چوکۍ پسې مې زړه چوي خو درک یې نشته او د علم د ناکامۍ همدا دلیل کافي دی، وې په یوه جادويي وینا شیر پور کې د کور څښتن شوم، نو تر علم هم وینا غوره ده،خو علم پرته له عمل څخه خبرېاو وینا هیڅ بولي، مګر جادو په هغو خبرو باور لري چې عمل پکې نه وي.

ډاکتر یوازې وايي له دوست سره دښمني او له دښمن سره دوستي هم د جادو یو بل پټ راز دی، ځکه مې له دښمن سره د سولې او له دوست سره د دښمنۍ لاره خپله کړه، له همدې امله مې قاتل ته د ملګرۍ لاس ورکړ او ملګرو ته مې د دښمنۍ ماشه کش کړې.

ډاکتر صاحب وايی ګټه په یو والې کې نه شته، په تنهایۍ کې ده مګر هغه وخت او له هغه چا سره یو والی پکار دی چې دوی پخپله یووالی نه غواړي او د همدې لپاره سره یو کیږي چې یو والی ورک کړي او هغوی له مخې لیرې کړي چې یووالی راولي- دی وايي خپل (یوازې) نوم مې له همدې امله بدل نه کړ چې معنی یې د یووالي ضد ده پرته له دې نور هر څه بدلوم.

اوازه ده چې ډاکتر یوزاې یې پخوانیو ټکریانو شړلی، مګر دی له دې منکر دی وايي ما د یوازې توب په فارمول ځان ګوښی کړ دوی مې یوازې پرېښودل او زه هم یوازې ښه یم ځکه خو دوی په یوه او زه په بله شوم.

اوس وايي د فصلونو د اوبه خور سیسټم دې ټول زما په نقشه شي له علمي نقشې دې ووزي جادويي ته دې واوړي چې په یوه انتر منتر یا اوبه شي یا شنه لوخړه، وايي که نه یې منئ نو قسم دی په جادو درباندې له ابو ډک سیند وچ کړم، بیا په قاف کې را پسې ګرځئ.

خلک وايي نور چې ډاکتر هر څه کوي کوي یې خو سیند وچولو ته یې نه پریږدو موږ اوبه غواړو بې ابي نه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب