چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+د مېږيانو ليکه | م۔اکبر کرگر

د مېږيانو ليکه | م۔اکبر کرگر

 پر هغه ورځ چې له کوره له يوه جوړه کاليو سره د کور له دروازې را بهر شو، ناروغه لور يې په روغتون کې چې له عملياتو وروسته يې کورته راوړې وه، پاتې شوه. له کوره په راوتلو سره يې سترگې لور ته اړولي. د زوی څېره يې هم سترگو ته درېده، چې په همدې پېښه کې په زلميتوب کې شهيد شوی و. د لور د ټپونو درد يې په خپل تن او وجود احساس کاوه او د زوى څېرې هم ارام ته نه پريښوده. لور يې سترگې د پلار په لور اړولې. مړاوي يې کتل؛ خو پلار به يې چې کله شاه واړوله، بيا به يې هم زړه طاقت ونه کړ، په تکرار به يې وکتل. يو وار يې مخ واړاوه، ویې کتل چې د هغې سترگې د پلار په لور برگې دي. په سترگو يې توره شپه راغله. له کوټې راووت او بيا همداسې له انگړه را بهر شو. مېرمن يې د اوبو کوزه ورپسې وشيندله. شېبه ډېره دردوونکي وه. له خپله کوره جلا شو. د بيرته ستنېدو واټن او زمان يې هم مالوم نه و. له خپل ماحول نه، د خپلو خاپوړو له ځمکې د خپل کوچنيوالي او بيا زلميتوب او د عمر د خوږو او ترخو شېبو له سرزمينه را ليرې کېده.

له کوره د راوتلو شيبه يې لکه يو تريخ داستان او لکه د پيښو داسې لړۍ چې اوس يې ارام ته نه پرېږدي ورسره سمه رهي ده. د گاډو د اډې په لور روان دی. د گاډو تر اډې اوږده لاره ده. اړ شو چې په کيڼ لاس کې د کاليو غوټه ونيسي، ښې لاس د سړک منځ په لور اوږود کړي. هلته ډېر وړاندې يو تکسي گاډى را روان و. سره له دې چې په گاډي کې دوه دري يا پنځه تنه نور هم سپاره وو؛ خو هغه مهال چلوونکي د پيسو له حرصه غوښتل د امکان تر حده کسان موټر ته ننباسي او په موټر کې يې ځای کړي. گاډى ودرېد، دريور لاس وخوځاوه: ورخيږه. نورو ناستو کسانو ته يې غږ وکړ: سوارۍ ته ځای ورکړئ!

يوه تن وویل: «دلته خو نور ځای نشته. په وروستي سيټ کې خو د درېیو کسو ځای دی، موږ پکې څلور تنه لا ناست يو.

درایور وايي: «گوزاره وکړئ، دا خوارکی هم د گاډو عمومي اډې ته ځي. ځای ورکئ؟»

سواري په غوسه غږ پورته کوي: «موږ مجبور يو چې دى په غېږ کې کښېنوو!»

چلوونکي وايي: «خير دی گوزاره وکړئ. د جنگ حالت دی، وگورئ ټول ښار لوگيو نيولی دی. ټول په تېښته دي. موږ ټول مجبور يو چې په ځان تنگسه تېره کړو.»

سواري بیا وايي: «سمه ده. نو څه ووايو؟»

د دوه ناستو کسانو په زنگنو کښيناسته، وروستي کس غږ وکړ:

ــ دوا د خير!

دريور بیا وايي: «دوا د خير!»

ټولو لاسونه په مخ را کښودل او بيا گاډى هم وخوځېد.

هغه مهال نږدې نيم سات وروسته تکسي د گاډو عمومي اډې ته ورسېده. د سواري ټولو کسانو جيبونو ته لاس کړ او د تکسي چلوونکي ته يې پيسې ورکړې. هر يو خپله لاره ونيوله.

عظيم هم د خپلو کاليو له غوټې سره سم سيده د يو ولاړ واگون په لور روان وو.

دگاډو دلال په جگ اواز غږ کاوه: «يوازې دوه تنه، دوه تنه کم دي، گاډى په حرکت کې دى. هلئ ژر شي، نور گاډي ډک دي. هلکه دې خوا راشه را ځه راخيږه!»

عطيم ته يې لاس وخوځاوه. عظيم ورنږدې شو. بيا يې د چلوونکي له خوا وروستي سيټ ته لارښوونه وشوه. هغه د نورو ناستو کسانو ترمنځ تېر شو، د گاډي په وروستي سيټ کې کښيناست. د کاليو غوټه يې په خپلو زنگنو کيښوده. لږه شېبه وروسته گاډي حرکت وکړ، روان شو. گاډی مخکې روان وو، په کرار کرار يې سرعت اخيست. عظيم د خپل عمر او د تېرو ليرې پيښو ته يو وار بيا ورستون شو.

د سفر پيلامه يې يو تريخ انځور و، چې د هغه په ذهن کې همداسې چورليده. هغه يې ارام ته نه پرېښوده چې په بل څه فکر وکړي. له ژونده ژوره بېزاري ورته شېبه په شېبه زياتېده. لاره لکه په يوه غره ختل چې د راکوزېدو لار هم ونه لري ،تصور کېده.

***

تازه دم باران شوی و، خو وريځو په پاس شنه اسمان کې د لوېديځ په لور منډې وهلې. کله به لمر راښکاره شو. کله به يې مخ بيرته د وريځو په پوليو کې پټ کړ. سړې وږمې د ولاړو ونو نوې را ټوکېدلي، خورې شوې پاڼې يوې او بلې خوا ته اړولې.

عظيم د گاډي په وروستي سيټ کې تکيه کړې وه. سترگې يې پټې کړې وې. د خپل ماشومتوب له دوران سره بوخت و. ملگري ته اواز کوي:

ــ حمیده! ته راشه!

حميد پوښتي: «څه وايې؟»

عظيم بیا وايي: «نن يوه بله لوبه کوو.»

حميد: «څه لوبه؟»

عظيم: «را ځه د ميږيانو ځاله وگورو، څومره ميږيان دي، راځه چې وې شمېرو.»

ــ د مېږيانو شمېرل خو دومره اسان نه دي. دا خو په زرگونه مېږيان دي. څنگه به يې وشمېرو؟»

عظيم وايي: «مطلب مي دا دی چې څومره له ځالې رابهر کېږي او څومره يې بېرته خپلې ځالې ته ورننووځي؟»

حميد وايي: «زه خو چې گورم، ميږيان له خپلې ځالې رابهر کېږي. ته ورته گوره يوه اوږده ليکه يې جوړه کړي ده. يوازې کله چې له ځالي يا سوري را بهر شي او راووځي، مالوميږي. خو همداسې درومي، اوږده ليکه يې جوړه کړې ده. ليکه يې همداسې په دښته کې خورېږي. ورکېږي او بيا يې درک نه لگيږې.»

د عظيم فکر بيا هغو شېبو ته ورگرځي، چې د ښار وگړي لويه ليکه روان دي. د ښار شرقي او غربي دروازې خلاصې دي. د خلکو او ښاريانو ليکې په يوه او بله له ښاره بهر کيږي او بيا همداسې ورکېږي. د ښار دروازې ډنگې ډوال پرتې دي. د خلکو څېره او ليکه نه خلاصيږي. د ښار کورونه ورو ورو شړېږي. کوڅې شاړې پرتې دي او لا شړېږي. له ښاره شور ماشور ورو ورو کډه کوي او بيا د هر څه غږ غوږ ورکېږي. په خلکو کې اوازه خپرېږي وايي: «اوس په ښار کې د مرگ پاچا يي ده. مرگ هر څه له منځه وړي.» خو کله چې گاډى په يوه کنده برابريږي، جمپ خوري ټوپ کوي، عظيم چې په سفر روان دى، ډډې او اوږي يې په خوا کې ناست کس سره لگېږي، بيا د ميږتون قطار ته ورگرځي.

د ميږيانو اوږود قطار روان دى. تېرو بېر کېږي. ډېر لږ شمير يې يا يو نيم داسې برېښي چې سپيني ذرې يې خولو کې نيولې او بيرته خپلې ځالې ته راستنېږي:

ــ مېږيان لکه چې خپلو مينځو کې يو له بله سره خبري کوي. يو بل ته فرياد او د زړه رازونه وايي.

ــ ولي مو خپلې ځالې ته نه پرېږدي؟

ــ څوک؟

ــ هلته د ځالې په سر کې د وزرو والا پاچا او ملکه ولاړ دي، ته يې نه ويني يا دې ونه ليدل؟

ــ نو دوی ولې او د څه لپاره؟

ــ وايي ولاړ شئ او بل ځای ځانته ځاله جوړه کړئ. دلته حق نه لري؟

دميږيانو لوې لښکر چې لاره يې توره اړولې ده. بيرته له يوه واټنه را ستنيږي. خولې يې تشې دي. خپلې ځالې ته نه ورستنېږي او بيرته دښتې ته مخه کوي. وړاندې تگ کوي. ورو ورو يې لښکر ورکېږي او په دښته کي خپل شتون له لاسه ورکوي.

***

گاډى بيا د ناهمواره سړک له يوې لوړي او ژوري سره ټوپ کوي. ټوله سواري له خوبه را پاڅېږي. عظيم هم ټکان خوري، سترگې مښي.

د گاډي ټوله سواري اخوا دې خوا اوړي . گاډی را نږدي کېږي.

يوه سواري غږ کوي: «استاده لاره ډېره پاتي که لږه؟» د گاډي له چلوونکي پوښتي.

چلوونکي وايي: «لاره لا اوږده ده.»

په کنايه وايي تر مرگه ډېره لار ده. د ژوند لاره که لنډه هم وي؛ خو په سړي اوږده تمامېږي. تکيه ووهئ. زغم مو له لاسه مه ورکوئ، بس روان يو.

تورتم هم ورو ورو زياتيږي او په لاره پلنېږي. شپه خپلې وزرې پلنوي؛ خو مساپر په نامالوم لوري خپل سفر ته دوام ورکوي.

۲۰۲۱، ډسمبر ۲۸

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب