جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهصالح يو ځل بيا د ملا هیبت الله د نه موجوديت ادعا...

صالح يو ځل بيا د ملا هیبت الله د نه موجوديت ادعا وکړه

تاند:( چار شنبه، د جدي دوه ويشتمه) د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح يو ځل بيا ادعا وکړه، چې د طالبانو عمومي مشر ملا هیبت الله اخوند زاده ( چې هغوی يې امير المؤمنین ګڼي) قطعآ وجود نه لري.

نوموړي پر خپلې فيسبوک پاڼې لیکلي د خپلې دغې ادعا د سپيناوي په ډول ليکلي، چې له ګاونډيو هېوادونو سره د پوځي جګړو د ګواښ صلاحيت له ملا یعقوب مجاهد سره دی، خو د اقتصاد وزارت د مرستيال ټاکلو صلاحيت ملا هیبت الله ته ورکړل شوی.

امرالله صالح يو ځل بيا له خلکو سره د طالبانو چلند تر اسراييلي ځواکونو بدتر ګڼلی او ويلي، چې دا ادعا یې په کاپیسا کې د طالبانو له لوري د ښځو او ماشومانو له یرغمل کیدو سره ښه روښانه شوه.

مخکيني ولسمشر مرستيال د دغه عمل مرتکب شوي طالبان « بې سره او بې ادبه» هم ګڼلي.

طالبانو د خپل مشر ملا هیبت الله د نه موجوديت يا مړينې په اړه ادعاوې تل رد کړي او ويلي، چې هغه ژوندی دی او وخت په وخت له علماوو او ځايي طالب چارواکو سره ناستې کوي.

د ملا هیبت الله د مړینې ادعاوې ډېرو بهرنيو استخباراتي سرچينو هم تایید کړې ده.

طالبانو بيا په کاپيسا کې له يوه کوره د خپلو جنګیالیو په وسيله، هغه هم د شپې لخوا د شپږو ښځو او درېیو ماشومانو د بیولو د موضوع په اړه د کوم اقدام خبر نه دی ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب