جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهډاکټر عبدالله د امريکا له ځانګړي استازي سره ټلیفوني خبرې کړي

ډاکټر عبدالله د امريکا له ځانګړي استازي سره ټلیفوني خبرې کړي

تاند:( چار شنبه، د جدي دوه ويشتمه) د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د پنځوس سلنه څوکيو ونډه وال ډاکټر عبدالله عبدالله پرون د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي ټام ويسټ سره ټلیفوني خبرې وکړې ‌

ډاکټر عبدالله پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې په دې خبرو کې یې د افغانستان د بشري ناورين د حل لپاره پر نویو عملي لارو چارو له امریکايي لوري سره خبرې شوي.

هغه دا هم وايي، چې د خلکو د ژوند د ستونزو د حل، د نقدو پيسو د کمښت ستونزې ته د رسيده ګۍ او د ښوونې او روزنې او روغتيا ستونزو د حل په اړه يې هم له امريکايي لوري سره خپلې غوښتنې شريکې کړي دي.

ډاکټر عبدالله هيله ښودلې، چې ټول لوري د بشري ناورين د مخنيوي او لومړيتوبونو ته په کتو سره اساسي ګامونه واخلي.

نوموړي د خپلو دغو غوښتنو په اړه مشخص جزییات نه دي ورکړي او نه يې دا ويلي، چې د طالبانو د حکومت په اړه دواړو لوريو په دې خبرو کې څه سره ويلي؟

په کابل کې د مېشتو غير طالبو ايسارو سياستوالو په اړه ويل کيږي، چې طالبانو نظر بند ساتلي او وضعيت يې چندان ښه نه دی.

طالبانو بيا په دې اړه ادعاوې رد کړي دي.

2 COMMENTS

  1. همدا تاسو ملی خاینان او د افغانستان د خپلواکۍ د ویش ټیکه داران وای چی افغانستان او د افغانستان ولس مو دداډول بدبختیو سره مخامخ کړ او نن ورځ د مرګ په پړله ولاړ دی.

    د افغانستان د ولس سره ستاسو د خواخوږۍ خبری د افغانانو د ولس د توهین پرته بل څه نه دی. او که یوی زری همومره حیا غیرت او ایمان تاسو درلودلی نو خپلو خولو ته به مو غټ قلف اچولی وی.

    د تالبانو سرسخت منتقدین هم د تالبانو ددې کار ستاینه کوی چی تاسو په شان ملی خاینان او د افغانستان د ښیرازۍ او خپلواکۍ دښمنان او لنډغرانو نه چی افغان ولس يی یرغمان نیولی و افغانستان پاک کړ.

  2. پښتو متل: پشۍ که په مخ پوزه لری بیا نه کړی ویرانی. ستاسو منافقینو او اپرچونیستانو افغان اولس ته امتحان ورکړیدۍ د اغان اولس نه ستاسو د بدو کړنو څرک ندۍ ورک شوۍ او له اوله درپسې دی، تر دی پورې یوه کیسه را یاده شوه .وایی یو وخت یوه تیزنه ښځه په لاره روانه وه نو باد یی پری شو سمدلاسه وویل: دا دی مستې یو دړدنګ، څو ګامونه وروسته یی بل باد پری شو بیا یی وویل دا دی مستې بل دړدنګ پدی وخت یی پآم شو چی تر شا یی څوک ورپسې روان دی را تاو شوه مخ ییرا واړوه که ګوری یو سړۍ یی تر شا ورپسې روان دۍ، بیا یی له همدی لاروی ڼه وپوښتل چې له کومه وخته راپسې یې؟! هغه لاروی پځواب کې ورته وویل:له اول دړدنګ څخه در پۍې یم.اوس هم افغان اولس ستاسو له اول دړدنګ څخه درپۍې دۍ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب