دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د افغان ښځو  آنلاین ادبي بهیر د نهمې غونډې راپور / منزه...

د افغان ښځو  آنلاین ادبي بهیر د نهمې غونډې راپور / منزه غفورزۍ

ځای: آنلان

نېټه: د ۱۴۰۲ لمریز کال د زمري لومړۍ ، د جولای 23مه

د ګډونوالو شمېر: ۲۲

ویانده: ځلا نور

راپور: منزه غفورزۍ

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر نهمه غونډه د معمول مطابق د کابل په وخت پنځه نیمې بجې پیل شوه. درې برخې یې درلودې، د غونډې لومړۍ برخه پر ځان د باور لوړولو، دویمه برخه د فولکلور ارزښت او دا چې څنګه یې راټول کړو؟ او دریمه برخه مشاعرې ته ځانګړې شوې وه.

 د غونډې په لومړۍ برخه کې بهیروالو پر ځان د باور اړوند خپل نظریات له ګډونوالو سره شریک کړل. دا چې د لومړۍ برخې موضوع ته د ګلالۍ مومند په غوښتنه اجنډا کې ځای ورکړل شوی و، بحث ګلالۍ مومند پیل کړ.

 د بحث په لومړي سر کې ګلالۍ مومند پر ځان د باور لرلو په ارزښت خبرې وکړې. هغې وویل چې پر ځان باور پیدا کول او په تدریجي ډول ورته وده ورکول شونې چارې دي. مهمه دا ده چې د دې پروسې په جریان کې پر ځان په دوامداره توګه کار وکړو، حوصله ونه بایلو او هر وار ځان ارزیابي کړو چې کوم کارونه مو بهتره کړل، او څنګه دا نور هم بهتره کولی شو.

په دې برخه کې د ځان پېژندل، له نورو مشورې غوښتل او مطالعه کول هم بې ګټې نه دي. د ځان پېژندلو یوه ګټه دا ده چې د نورو له قضاوتونو دې بې پروا کوي، ډاډ درکوي چې پخپلو وړتیاوو باور ولرې. همدارنګه هغې زیاته کړه چې خپل ظاهري وضعیت؛ نظافت او لباس ته پام کول، د بریالیو تجربو نوټ جوړول، تمرین کول، خپل استعدادونه پېژندل هم پر ځان د باور کچه لوړوي.

شفیقې خپلواک د ځان باور د کچې د لوړوالي له پاره مطالعه او له معلوماتي خلا څخه د ځان ایستل اړین وبلل. هغې وویل انسان باید له ځانه ډېره توقع ونکړي، هېڅوک فوق العاده ونه ګڼي، او دا دې ومني چې دی هم تېروتنه کولای شي، د نورو د غبرګونونو اندېښنه دې هم ونکړي، او ویې ویل چې د انسانانو فردي توپیرونه هم یو عامل کېدلای شي.

فاطمې اعظم پر ځان د باور لوړولو له پاره د قوت او د کمزورۍ ټکي لیکل اغېزناک وبلل. هغې وویل، انسان که وغواړي هر څه ترلاسه کولی شي،  پر ځان باور هم کسب کولی او وده ورکولی شي.  که چېرې د منفي افکارو ځای مثبتو افکارو ته ورکړل شي، ځان سره مینه او ځان ومنل شي نو دا به ډېره مرسته وکړي چې پر ځان د باور کچه مو لوړه کړي.

ځلا نور او ښکلا نور په دې ټینګار وکړ چې د ماشوم پر ځان د باور نه لرلو مهم لامل مور او پلار دي. د دوی په وینا، اکثره ماشومان د مور او پلار او خپلوانو لخوا په رواني لحاظ ځپل کېږي ان د خبرو کولو اجازه نه ورکول کېږي.

هیلې پسرلی د اکثرو افغانانو پر ځان د بې باورۍ او جرات نه لرلو مهم عامل د ماشومتوب غلطه تربیه او چاپېریال (کور، کوڅه، ښوونځی) وباله. د دوی په باور؛ که له ځانه  بې ځایه توقع ونکړو، موخې منطقي وټاکو، ځان له نورو سره مقایسه نکړو، او خپلې بریاووې او کمالونه بیا بیا رایاد کړو، نو پر ځان باور مو ډېرېږي. 

دا یې هم وویل چې، مخکې تر خوبه یا هر بل وخت د خپلو بریاوو هغه که هر څومره وړې هم وي رایادول د ځان په هکله زموږ فکر مثبتوي، مثبت فکر بیا مثبته انرژي رامنځ ته کوي او مثبته انرژي مو لا ډېر کار ته هڅوي.  

د امنې فنا نظر دا و چې ځینې خلک ممکن پر ځان باور و نه لري او علت یې حتمی نه ده چې د مور او پلار غفلت وي. د ځینو طبیعت ممکن همداسې وي چې په لویه اجتماع کې ډېر ارامه نه وي. 

د بحث په پای کې ملاله کلیوالې ځان له نورو سره مقایسه کول، ځانته ارزښت نه ورکول، هڅه نه کول، او سلما بدري د کافي معلوماتو نه لرل پر ځان د باور نه لرلو لاملونه وبلل، او د حل لارې یې وړاندې کړې.

دا افغان ښځو انلاین ادبي بهیر غواړي چې په نږدې راتلونکي کې د فولکلور د راټولولو او پرې د لیکلو لړۍ پیل کړي. د دې له پاره چې دغه کار په مسلکي بڼه ترسره شي د غونډې دویمه برخه یادې موضوع ته ځانګړې شوې وه.

دغه برخه نعیمې غني په هر اړخیز بحث پیل کړه.

‏‎نعیمه غني: فلکلور دوه برخې لري عواطف او باورونه. ‏‎باورونه د وسایلو له بدلون سره بدلېږي، لکه د مریض سره د ډاکټر برخورد ‏‎او ځینو رسمونه او رواجونه چې د وخت له تېرېدو سره تغییر کړی لکه : زموږ کلي کې ناوې له بل کړي څراغ سره د پلار له کوره وتله او یا به زوم بوټونه ور په پښو کول، او دوی هر یو د دې لپاره یو باور او کیسه درلوده.

 ‏‎په زیارتونو کې نغری تودول، ډوډۍ پخول او په خلکو وېشل چې په نوروز کې ډېر رواج و، سره تبخۍ په روانو اوبو کې ایښودل په دې باور چې انګار یخو اوبو ته ورسېږي نو وچکالي ختمېږي. د برات په شپه د نجونو ناوې کول یا فال نیول چې وروسته دا د ماشومانو په ساعتیرۍ بدله شوه او اوس یې ډېر خلک نه لمانځي.

 ‏‎د اختر په ټال کې زانګل د ګناهونو د تویېدو په نیت، د خوښیو په مجلسونو کې د ټوکمار راوستل، د ښځو لخوا دم کول، نظر وچول، چې اوس دا اکثره دودونه د مذهبي افراطیت له امله ناروا ګڼل کېږي او یا هم خلک یې دومره لمانځلو ته لېواله نه دي.

‏‎موږ د یو باسواده قشر په توګه مسوولیت لرو چې دا ټول دودونه راټول کړو، او ویې لیکو. ځکه دا پر موږ د راتلونکي نسل حق دی چې دوی ته د لیکلي تاریخ په بڼه یو څه پرېږدو. اوس زمانې ته هم پاملرنه په کار ده ځکه اوس هم په سیمو او کلیو کې ډېر فلکلور شته چې باید راټول او خوندي شي. له دې سره سره موږ په دې برخه کې هم باید پوره دقت وکړو چې موږ د عادي وګړو په توګه نشو کولی چې په فلکلور کې په خپل سر څېړنې وکړو ځکه هر یو یې جلا جلا برخو لکه ژبپوهنه، لرغونپوهنه او ټولنپوهنه پورې اړه لري خو موږ باید د خپل کلتور د خوندي کولو په موخه هغه راټول او خوندي کړو. ددې کار ګټه به دا وي چې راتلونکی نسل به مو د هویت له بحران سره نه مخ کېږي. همدا راز کله مو که په تاریخ څېړنې کولې خام مواد به په لاس کې ولرو.

فاطمه اعظم: 

فولکلور د انسان مادي او معنوي تجربې دي چې نسلونو ته په میراث پاتې کېږي چې  د وخت په تېرېدو سره یې بڼه بدلون مومي. د فولکلور په مرسته د خپلو پلرونو او نیکونو څخه راپاتې ارزښتونو سره آشنا کېږو، له خپل حال سره یې پرتله او ترې ګټه اخېستلای شو. د فولکلور خوندي کول ډېر اړین دي او ددې موخې له پاره ساحوي څېړنې ته اړتیا ده تر څو مسلکي کسان ساحې ته لاړ شي او دقیق معلومات راټول کړي.

آمنه عزیزي:

فولکلور پوله نه لري. د هرې سیمې فولکلور بېل دی. پراخ دی. پخوا به په کلیو کې فولکلور ته ډېر ارزښت ورکول کېده مګر اوس په کلیو کې هم دغه برخه کمرنګه شوې ده.

یوه بېلګه یې دا ده: 

په کلاګۍ کې تماشه وه 

ډمه ګډېدله

زموږ ټولو په سلا وه

سمه شرنګېدله 

کامله عزیزي: 

فولکلور چې خوندي شي، ادبیات ورسره غني کېږي. او هم به د پښتنو د ژوند، فکر په اړه تاریخي ‌معلومات راپیدا شي. فولکلوریک توکي ډېر طبیعي جوړ شوي نو په لیکوالي کې هم راسره مرسته کولی شي.

 د فولکلور د راټولولو له پاره غوره لاره داده چې هر څوک د خپلې سیمې فولکلور راټول کړي، ځکه له جغرافیې سره نوعیت بدلوي. او دې ته باید پام وکړو چې خیانت پکې ونشي، یعنې د نکل پیغام باید په سمه توګه انتقال شي په دې شرط چې پیغام یې ګټور وي.

فرزانه زیار: 

فولکلور ولسي پوهه ده، دوه برخې لري مادي ‌برخه او معنوي برخه. مادي برخه کورونه او ساختمانونه دي او معنوي برخه یې ادبیات دي. د فولکلور د راټولولو ګټه دا ده چې تاریخ خوندي کېږي راتلونکي نسل ته یو څه پاتې کېږي، او موږ سره مرسته کوي چې د خپلو پلرونو او نیکونو د وخت له هغو باورونو خبر شو کوم چې اوس وخت کې اعتبار نه لري.

ولې باید فلکور ولیکل شي؟

د فلکور لومړۍ ګټه زموږ د رسم و رواجونو خوندیتوب دی. بل داچې راتلونکي ته یو څه پریږدو چې موږ څنګه او په کوم ډول ژوند کاوه.

په مادي لحاظ هم د فلکور خپرول، سترې ګټې لري، د بیلګې په ډول: که زموږ افغاني کالي نړیوال شهرت ولري، او خلک ترې ډېره استفاده وکړي نو دا به زموږ پۀ اقتصاد په تیره بیا د ښځو په اقتصاد باندې ژوره اغیزه ولري.  همداسې لوښي جوړل او نور صنعتونه درواخله!

که فولکلور راټول کړو ځینو ډېرو نوو خبرو ته به مو پام شي. تیره ورځ مې پلار ویل:ګورئ دې میاشت کې احتیاط کوئ دا ډېره ګرمه او سخته میاشت ده. پخوا وختونه کې به یی دا میاشت د څپرې میاشت بلله، کله به چې د څپرې میاشت تیره شوه نو د کور مشرانو به موږ  ټولو ماشومانو ته شنې لښتې پۀ لاس کې راکړې او موږ به هرځای او د کور هرشی پۀ هغو شنو لښتو وهل او له وهلو سره به مو ویل: څپرې توړۍ ووځه، څپرې توړۍ ووځه!  دا دود زما لپاره ډېر په زړه پورې وه، چې اوس بیخي له رواجه لویدلی دی. موږ ټول په خپلو کورنیو کې داسې ډېر ولسي باورونه لرو چې په خوندي کولو ارزي. نو زموږ ټول مسولیت لرو چې په راټولولو کې یې مرسته وکړو، له خپلو مشرانو پوښتنې وکړو، او د هغوی نکل نه او روایتونه ولیکو. 

هیله پسرلی: 

فولکلور ټولو ته منل شوی او ډېر دقیق تعریف نلري. هر هېواد ممکن خپل تاریخ او کلتور ته په پام سره فولکلور له نور لږ بېل تعریف کړي. په ولسي پوهه کې بېلابېل شیان شامل دي لکه: لقبونه، ولسي طب، او نور ..

زما وړاندیز دا دی چې هغه دوستان چې د فولکلور له راټولو سره ډېره علاقه لري او غواړي په دې برخه کې کار وکړي یو ګډ ګروپ دې جوړ کړي، ترڅو یو له بل سره خبرې او مشورې وکړئ. د دې لپاره چې د فولکلور پر اهمیت مو لا ډېر تاکید کړی وي ښايي ښه به وي چې یو انلاین سیمینار هم  پرې جوړ کړو.

 دا ډېره مهمه ده چې ښځې فولکلور راټول کړي، ځکه زموږ د  فولکلور په تولید کې یو اصلي نقش د افغانو ښځو دی. که موږ ښځې فلکلور راټول کړو ښځینه لیدلوری به مو دقیق، ژور او پراخ خوندي کړی وي. 

د غونډې دریمه برخه چې مشاعره وه، ځلا نور په ښکلي غزل پیل کړه، ورپسې کاملې عزیزي خپل نظم واوراوه، ګلالۍ مومند د نعیمې غني بیتونه دېکلمه کړل، ملاله کلیوالې، آمنې فنا، فتانې ژوند او خوږې پخپلو غزلونو او نظمونو د غونډې فضا شاعرانه او د ګډونوالو ادبي تنده ور ماته کړه.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب