Homeخبرونهد میدان وردګو د سېلاب تلفات ۳۳ کسانو ته ورسېدل

د میدان وردګو د سېلاب تلفات ۳۳ کسانو ته ورسېدل

تاند: ( دوشنبه، د زمري دویمه) افغاني سرې میاشتې ټولنې، په میدان وردګو ولایت کې د اوړمې شپې سېلابونو د تلفاتو د زیاتیدو خبر ورکړی.

دغې ټولنې ویلي، چې د دغو سېلابونو د مړو شمېر ۳۳ او د ټپیانو ۲۰ تنو ته رسېدلی.

ویل شوي، چې تر ټولو زیات تلفات د جلریز ولسوالۍ په یوه کلي کې د واده پر مراسمو سېلاب راتلل وو.

په دې پېښه کې ۳۱ تنه مړه او ۱۵ نور ټپيان دي.

ځایي خلکو د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې او ویلي، چې د طالبانو د مرستو ورغلي ټيمونه یې اړتیاوې نه شي پوره کولای.

د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د سختو سېلابونو خبرداری ورکړل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...