Homeخبرونهد ازادۍ جبهې یوه مشر پر احمد مسعود او پنجشېري جنرالانو توندې...

د ازادۍ جبهې یوه مشر پر احمد مسعود او پنجشېري جنرالانو توندې نیوکې وکړې

تاند: ( دوشنبه، د زمري دویمه) د ړنګې شوې ولسي جرګې غړي او د ازادۍ جبهې یوه مشر عبدالستار حسیني په یوه مرکه کې د طالبانو د بلې مخالفې ډلې ملي مقاومت جبهې پر مشر احمد مسعود او پنجشېري جنرالانو توندې نیوکې وکړې.

حسیني، چې په خټه پښتون او په ولسي جرګه کې د فراه استازی و، وایي دی او د جبهې نور مشران یې د احمد مسعود او نورو پنجشېري ملګرو د ځان غوښتنې له امله یې نه دي توانېدلي، چې دوی سره وغږیږي او د طالبان خلاف د ګډ جنګي صف په برابرولو پایلې ته ورسېږي.

هغه د احمد مسعود د پلار له ستاینې سره وویل، چې احمد مسعود د احمد شاه مسعود له زوی پرته بل هېڅوک نه دی او دوی بیا- بیا پيغام ورکړی، چې ورسره کېني او د طالبانو خلاف د جګړې مشري داسې چا ته وسپاري، چې وړتیا یې لري.

حسیني د خپلې جبهې مشر د دفاع وزارت پخوانی لوی درستیز جنرال یاسین ضیا یاد کړ او ویې ویل، احمد مسعود او ملګري یې د دې لپاره چې په خبرو کې به د جګړې مشري ورڅخه د لاسه وځي، ګډ ایتلاف او خبرو ته نه کیني.

عبدالستار حسیني دا هم وویل، چې د جمهوري نظام پر مهال د پنجشېر وړې سیمې تر شپږ سوو پورې جنرالان لرل.

د هغه په باور، د دې سیمې سیاسي او جنګي مشرانو هم په تېر کې د نورو خلکو پر حق سترګې پټولې او هم اوس په همدغه لاره روان دي.

د احمد مسعود مقاومت ډلې د حسیني نیوکو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو پر مخالفانو نیوکه ده، چې د خپلمنځیو اختلافاتو او بې پروګرامۍ له امله تراوسه په هیڅ برخه کې د دغې حاکمې ډلې پر وړاندې په یو کیدو نه دي توانېدلي، چې دغه وضعیت طالبان نور هم د واک انحصار او پر خلکو د خپلو سلیقو تپلو ته زړور کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...