جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهملایعقوب: پاکستان په بې ځایه تورونو غواړي موږ نړۍ ته بې وعدې...

ملایعقوب: پاکستان په بې ځایه تورونو غواړي موږ نړۍ ته بې وعدې وښيي

تاند: ( دوشنبه، د زمري دویمه)  د طالبانو  د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد له العربیه ټلویزون سره مرکه کې پاکستان د دوی د رژیم خلاف د بې باورۍ جوړولو په هڅو تورن کړی.

هغه ویلي: پاکستان په افغانستان کې د ټي ټي پي د موجودیت په بې ځایه تورونو غواړي نړۍ ته موږ وعده ماتونکي وښي.

یعقوب مجاهد ادعا لري، چې دوی نړیوالو سره خپلې ژمنې عملي کړي او اوس باید نړیوال پر ژمنو عمل وکړي او دوی په رسمیت وپېژني.

هغه په ځانګړې ډول له اسلامي هېوادونو او سعودي عربستان څخه په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

یعقوب مجاهد ټینګار کړی، چې د ده په تعبیر«پردیو فرماېشونو» ته به دوی غاړه نه ږدي او هم به ازموېل شوې څېرې په خپل حکومت کې نه شاملوي.

ملایعقوب په کابل کې له پاتېدو سره د مخکیني ولسمشر اشرف غني د وژلو  د احتمال ادعا هم رد کړې او ویلي، چې دوی حامد کرزي، عبدالله عبدالله او نورو زیاتو پخوانیو سیاسي څېرو سره ښه چلند کړی.

د طالبانو چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې منتقدان یې دوی نړۍ او افغانانو سره د دوی د رژیم د نه تعامل ملامت لوری بولي.

د منتقدانو په باور یې، طالبانو د ښځو او غیر طالبو خلکو خلاف توندې پالېسۍ غوره کړي، چې خلک یې دوی نه فاصلې اخېستو ته هڅولي او دا فاصلې د افغانستان په تاوان دي.

1 COMMENT

  1. د جلالزی د ټویټر له صفحی څخه:
    ټول فکر مي پر دې و چې پاکستان ولي مکررا وايي چې طالبان د امنیت ټینګولو توان نه لري اونورې ډلې هلته مېشتې سوي دي چې پر پاکستان حملې کوي.
    ۱) کله چې جمهوریت سقوط سو، جنرال فیض حمید تر هر چا مخکې زموږ په شاهي ارګ کې ولاړ و. دا کار په هېڅ وجهه بې مفهومه نه دی. دا خلک هسې چېرته نه ځي. دا خلک د خپلو او د سیمې د اسختباراتي معلوماتو او برنامو پر اساس خبري کوي.
    ۲) په سوشیل میډيا کې وخت نا وخت د کوچنیو طالبانو ویډیو ګاني څوک خپروي‌ او پر هغوي د جنسي تجاوزونو کیسې ولې رسنیو ته را وزي؟ دا کار په وروستیو شلو کلونو کې ولي نه کېدل؟ بالعکس، په وروستیو شلوکلونو کې به موږد طالبانو ویډیو ګانې نه لیدې، موږ د اسد الله خالد اوملالۍ شینواري خبرې، د فوزیې کوفي او مارشال فهیم او سلطانزوی د اپارتمان خبرې اورېدې. هغه خبرې چا ثبتولې او خپرولې؟ بې له شکه چې هدف یې د جمهوریت بې اعتباره کول و.
    دا کار په سیسټېمیک ډول کېږي، ځکه یو (پټ سړی) سته چې هغه پوهیږي چې په افغانستان کې هر تور پاکېږي خو د ناموس تور نه پاکېږي او یو وار چې پر یو چا ناموسي تور پوري سو بیا په ټولنه کې اعتبار نه سي پیدا کولائ. د کوچني طالب د بې ناموسه کولو پروسه څه معنی لري؟ په افغانستان کې بچه بازي یو زوړ تاریخ لري. مخکې ولي دا وډیو ګانې نه خپرېدې؟
    د طالبانو د بې ناموسه کولو پروسه څوک چلوي؟
    ۴) پر سوشیل میډیا که متوجه سوي یاست دوه یا درې وګړي دي چې زیات خلک یې فالو کوي. که تاسو د دې خلکوسابقه وګورئ، دا خلک د ( ای ، اس ، ای ) پر دسترخوان پیدا سوي دي، هډوکي یې له هغو پیسو جوړ دي، شخصي شهرت یې د سوال وړ دی، تعلیم یې پاکستانی دی، په جمهوریت کې به یې هم مشخصوخلکو ته فحش ویل او اوس یې په طالبانو پسي ناموسي جنګ راخیستی دی. دوی طالب ته دا نه وايي چې د پاکستان جاسوس یې، بلکه طالب ته وايي چې په مدرسه کې ستا سره بد کارونه سوي دي. دا خلک البته په خپله هم د مدرسو د ماحول خلک دي او ښه پوهیږي چې د مدرسې محیط څنګه تشریح کړي. دوي ولي داخبري کوي؟ د دې لپاره چې پر طالب ناموسي داغ ولګوي. په افغانستان کې پر اطفالو جنسي تجاوزونه د طالب د مدرسې کیسه نه ده بلکه بچه بازي یوه زړه پخوانۍ خبره ده او په کورونیو او کلیو کې بې شماره تجاوزونه سوي دي. خو دا مسله اوس له طالب سره تړل خاص هدف لري او هغه د طالب ناموسي بدنامول دي؟
    ۵) په ژنیو کې یوه ښځه د طالب طرفداري نه کوي. هغه وايي‌ چې موږ جنګ نه غواړو. دا خبره یې زما خبره ده. زه هم نه غواړم چې جنګ سي. خو د هغې ښځې پر عفت باندي داغ لګول کېږي. په افغانستان کې د جنګ غوښتونکي څوک دي؟

    ۶) افغانان تر اوسه نه دي توانیدلي چې د هاګ په محکمه کې دا ثابته کړي چې له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۴ د کورني جنګ په وخت کې عزت لوټ سوی دی. خو په همدې اروپا کې یو افغان چې دطالب ملاتړ کوي، د سترګوپه رپ کې محاکمې ته برابر سو. دا کار افغانانو وکړ؟
    ۷)‌ په نړیواله کچه د طالبانو د رژیم د رسمیت پيژندلوخبره سي، د نجونو مکتبونه یې یو لوی خنډ دی. ایا د طالبانو رهبران لیوني دي چې د خپل رژیم د رسمیت مخنیوی کوي؟ د طالبانو له عادي جنګیالو سره خو زه هره ورځ‌ په وروستيي یوه کال کې پر ټویټر خبري کوم. هیڅ یو طالب ما نه دی لیدلی چې د نجونو د تعلیم خلاف وي. د نجونو مکتبونه چا بند کړي دي؟
    ۸) رسول الله مبارک خلکو په لارو او کوڅوکې لید او خبرې یې ورسره کولې. رسول الله مبارک به دیهودو ډوډۍ هم خوړه. خو ملا هیبت الله څوک دی؟ ولي موږ نه دی لیدلی؟
    ځیني کسان وايي چې د امنیتي مسایلو په خاطر پټ دی. خو که د امنیت مسله ده د خلیفه سراج الدین حقاني پر سر اوس هم جایزه موجوده ده. خو هغه خوست ته ځي‌ د کرکټ لوبي ته کښېني. نو هیبت الله ولي پټ دی؟ دا سړی تر ټولو لوی سوال دی زما لپاره . زما لپاره ملا محمد حسن اخوند هیڅ د تشویش وړ نه دی. زه که کولائ سم چې له ملا عبدالسلام ضعیف سره خبري وکړم ، په دې کي شک نه لرم چې د یوه افغان په حیث له ملا حسن اخوند سره هم خبري‌ کولائ‌ سم خو هیبت الله څوک دی؟
    دا ټول سوالونه دي.
    خو ځیني‌ خبري واضح هم دي.
    ۱) کله چې د افغانستان د جمهوریت د سقوط خبره سي، ټول زلمي خلیلزاد ته ښکنځل کوو. موږ باید له یاده ونه باسو چې زلمی خلیل زاد جمهوري غوښتونکی دی. د دوحې کیسه زلمي خلیلزاد نه ده شروع کړې. د دوحې د مذاکراتو خبره او په دوحه کي دطالبانو د دفتر مسله د بارک اوباما په حکومت کې د افغانستان او پاکستان لپاره خاص استازي ریچردهولبروک شروع کړه. د ده خاص سلاکار بارنت روبین و. دا خلک ډیموکراتان دي. که موپه یاد وي، بارک اوباما د جمهوري ریاست لپاره په کمپاین کې د خارجي سیاست په برخه کې دوې خبرې کولې : دافغانستان جګړه ختموي، ګوانتنامو بندوي.
    د دوحې کیسه په ۲۰۰۹ کې شروع سوې، اسامه په ۲۰۱۰ کې وژل سوی او تر هغه وروسته اوباما له افغانستانه د عسکرو د وتلو اعلان وکړ. نو خلیلیزاد یوازي هغه پروسه ختمه کړه چې مخکې لا شروع سوې وه. پر دې خبره فکر په کار دی.
    ځیني جمهوري غوښتونکي راته وايي چې دوي حتی د دوحې موافقه مشروطه کړې وه او ټرمپ که د ایران سره له اټمي موافقې وتلائ سوائ، د دوحې له موافقې هم وتلائ سوائ، خو حکومت په غیر مترقبه ډول ډیموکراتانو ونیول او خبره یې داسي لنډه کړه چې ډېرو خلکو یې فکر نه کول.

    دا واضح خبره ده چې پاکستان د یوه هېواد په حیث د انګلیس د کلونیلیزم دپالیسۍ پیداوار دی. درې ملکونه ټوټې سول تر څو یو نوی ملک جوړ سي چې د انګلیس په نماینده ګي په سیمه کې فعالیت وکړي. انګلیس تور پنجابي ته د مزدور په سترګه ګوري. یعنې تور پنجابی په دې برخه کې د یوه مزدور او کتلست وظیفه لري. البته د ځان لپاره هم ګټه کوي چې هغه یې خپل کمال دی خو ترو پنجابی هم پاکستان ته د یوې پروژې په سترګه ګوري‌ ځکه د ټولو پانګې او الادونه له انګلیس سره ټړلي دي. یعنې که تاسو په دوبي کې پاکستان ته ولاړ سئ، اکثر تورپنجابیان چې په قدرت کې دي، دوبی انګلستان ته ځي او هلته یې کورونه اودفترونه دي.

    تور پنجابي د داود خان پر ضد مجاهد وپالل. د خلق او پرچم پر ضد یې مجاهد وپالل. د مجاهد پر ضد یې طالب وپالل او کله چې مناسبه وبلله هغه طالبان یې دانه – دانه ګوانتنامو ته په لاس ورکړل. یعنې تور پنجابی خپله پرېکړه نه کوي، بلکه د بل چا پرېکړه عملي کوي اولکه کمېشن کار د ځان لپاره هم ګټه پکښې کې اخلي.
    د افغانستان د هرې بې ثباتی شاته هغه عوامل دي چې تور پنجابي روزلي دي.
    د کرزی صاحب دا خبره مهمه ده چې وايي ( که پاکستان وغواړي په افغانستان کې سوله راځي که نې نه راځي ) دا ځکه مهمه ده چې کرزي صاحب موږ ته اشاره را رسولې ده . موږ باید فکر وکړو چې پاکستان یعنې څوک!

    اوس چې د طالبانو حکومت راغلی ، موافقه سوې، تور پنجابی بیا ولي بې قراره دی؟

    هغه خبره چې ما ته خوب الوزوي دا ده چې ایا بلاخره تور پنجابی غواړي افغانستان ته خپل پوځي په رسمي ډول را واستوي؟

    ایا زموږ وطن تور لینګي کمیشن کار په اجاره اخیستی؟

    زه باور لرم یوه معمولي عسکر ، پولیس اومعملوي کوچنی طالب چې یو وار مور ورته ویلي چې ته افغان یې ، د پاکستاني عسکر ته اجازه نه ورکوله چې د افغانستان په خاوره کې رسمیت پیدا کړي.

    زه له هیبت الله ویره لرم ځکه مجهول دی.
    پښتانه وايي: ښکاره بلا ته په ټټر ورځه ،له پټې بلا وېره په کار ده!

    یادداشت: زما دا خبري شاید ګډې وډې وي. خو بې مفهومه نه دي. زه پريشانه یم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب