جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد تورخم چارواکي: ۳ میاشتو کې ۲۰ زره ناروغان او پایوازان په...

د تورخم چارواکي: ۳ میاشتو کې ۲۰ زره ناروغان او پایوازان په ټوکن پښتونخوا ته تلي

تاند: ( دوشنبه، د زمري دویمه)  د تورخم لپاره د طالبانو کميسار مفتي عصمت الله یعقوب وایي، په تیرو درېيو میاشتو کې د تورخم بندر له لارې شاو خوا ۲۰زره او ۴سوه ناروغان او پایوازان لرونکي پښتونخوا ته د تداوۍ په موخه د ځانګړي ټوکن په ذریعه بې له وېزې اوښتي دي.

نوموړي  وويل، چې په یادو ناروغانو کې زیاتره داسې ول، چې په هېواد دننه يې تداوي ناشونې وه.

د هغه په وینا، د تورخم بندر له لارې هره ورځ د ځانګړي ټوکن په لرلو سره له ( 110-130) ناروغان بې له وېزې پاکستان ته د تداوۍ په موخه ځي.

یو شمېر خلک بیا د دغه ټوکن په ترلاسه کولو کې د اړیکو او فساد ادعا کوي، خو طالب چارواکي یې ادعا بې اساسه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب