غزل

شاعر: ولي زاده راحل

شاعر دشــــــرپه ژبه نه پوهیږي

وخت دهنـــــر په ژبه نه پوهیږي

خیاله الوت ته مې زړه ډېروشي خو

لامــــــــې وزرپه ژبه نه پوهيږي

ټول دیوه کلي دیوې ژبــــې خلک

دخپل نهـــــــر په ژبه نه پوهیږي

د درد احساسه دهغــــو پېرزوشه

چې دپرهــــــر په ژبه نه پوهیږي

دمینې زړۍ زرغونیـــږي زړه کې

څوک يې دکـر په ژبه نه پوهیږي

نور يې له هرې ادا ستړی یمــــه

چې دنظـــــــر په ژبه نه پوهیږي

(راحله) ځان پسې روان اوسېـږه

چې دې لښکر په ژبه نه بوهیږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...