Homeخبرونهایران د هلمند سېند د اوبو لپاره پر افغان کډوالو د فشار...

ایران د هلمند سېند د اوبو لپاره پر افغان کډوالو د فشار لړۍ پيلوي

تاند: ( دوشنبه، د زمري دویمه)  د ایران د پارلمان یو شمېر غړو د دغه هېواد رسنیو ته په ضمني ډول ویلي، چې حکومت یې د افغانستان پر واکمن رژيم د هلمند سېند د اوبو په موضوع کې د افغان کډوالو له اړخه فشار اچول غواړي.

په کابل کې د ایران پخواني سفیر او د دغه هېواد د پارلمان غړي فدا حسین مالکي او د پارلمان د کرنې کمېسیون مشر علي رضا نظري ویلي، چې په دې برخه کې ځينې ګامونه په اخېستل کېدو دي.

په دې لړ کې، د ایران د ځينو ښارونو یادونه شوې، چې د ایران حکومت پکې د افغان کډوالو استوګنه منع ګرځوي.

ایراني وکیلانو ویلي، چې طالبانو سره له غیر دیپلوماتیکو لارو باید د هلمند سېند د اوبو په موضوع کې مخته لاړ شي.

د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ایران د جمهوري نظام پر مهال هم پر افغانستان د فشار اچول لپاره، په خپله خاوره کې مېشت افغان کډوال ځورول، چې له دې امله د کډوالو نړیوالو بنسټونو له نیوکو سره مخ و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...