جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهملګري ملتونه: وروستي سېلابونه د غنمو حاصلات کم او فقر زیاتوي

ملګري ملتونه: وروستي سېلابونه د غنمو حاصلات کم او فقر زیاتوي

تاند: ( دوشنبه، د زمري دویمه) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا، په افغانستان کې وروستیو سېلابونو ته اندېښنه ښودلې ده.

دغې ادارې ویلي، دې ته په کتو سره چې د افغانستان ۸۰ سلنه کورنۍ له کرنې خپلې اقتصادي اړتیاوې تامینوي او سېلابونو کرنې ته ډېر تاوان رسولی؛ سږ کال به د افغانستان غنم د دغه هېواد د خلکو ۴۰ سلنه اړتیا پوره کړي.

اوچا، دې ته په کتو سره غوښتنه کړې، چې افغان فقر ځپلو سره نړیوالې بشري مرستې زیاتې شي.

د افغانستان د تېرو څو ورځو سېلابونو لسګونه تنو ته مرګ ژوبله رسولې او د لسګونه کورونو او پراخو کرنیزو ځمکو د ویجاړیدو سبب شوي دي.

سېلاب ځپلو له نړیوالو غوښتي، چې د عاجلو بشري مرستو د برابرولو لپاره ورته لاس په کار شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...