پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبکره کتنهد هیلې پسرلي یوه کیسه| ډاکتره شریفه شریف

د هیلې پسرلي یوه کیسه| ډاکتره شریفه شریف

د هیلې پسرلی (ګرانی سپوږمې) کیسه مې ډېره خوښه شوه. ولې مې  خوند ترې واخیست؟

د دې پوښتنې په ځواب کې ګوندې پر کېسې نقد هم وشي. ادبي نقد د چارلز برسلر خبره له هنري  اثر سره تړلی دی. په دې مانا چې له کومې زاویې (فلسفي، ارواپوهنې یا رواني ، ژبني او تخنیکي …) یې ارزوئ یا څنګه دې ترې خوند اخیستی. دی وایي نقد د اثر په اړه څو مهمو پوښتنو ته د ځوابونو موندل دي. دلته زما د تبصرې یا نقد نه مقصد د دې پوښتنو څېړل دي چې، اول: دا کيسه څنګه زما د ادبي ښکلا پېژندنې تنده ماته کړه؟ څنګه یې زه د خپل پېغلتوب پوښتنو او سوداوو ته وکښلم. دویم: دا کيسه څومره په ټولنه یا د لوستونکو په ذهن کې خوځېدا او بدلون پاروي؟ او بیا په پراخه بڼه ، د لیکوال «وړې وړې خبرې» څنګه د بشري ټولنې د ارمانونو او ناخوالو له لویو ستونزو« لویې خلقتنګۍ» سره تړلی دی.

کیسه د یوی پیغلې نجلۍ د زړه خواله ده چې له سپوږمۍ سره یې کوي . په دې معصومه زړه خواله کې له سپوږمۍ سره د خپل زړه پټې خبرې او رازونه شریکوي او خپلی اړیکې د کیسې د کرکترونو -وروڼو او مور او پلار سره بیانوي. د کیسې فضا د یوې پښتنې کورنۍ ده چې ښاري ژوند لري. راوری – نجلۍ هم په همدغه کړکېچ – پخواني دودونو او نویو ذوقونو او هیلو کې ایساره ده.

اول. د کیسې ادبی ښکلا څه شي کې ده؟

ماته د کیسې ژبې او ژبنۍ وسیلی یا ابزار خوند راکړ. لڼډې جملې، ساده بیان ، محاوروې ورځنۍ  کلمې د  ورځني او عادي ژوند د شیانو او دودونو په  چاپېریال کې. د هیلې ژبه روانه او ساده ده. هیڅ کلمه او هیڅ کوم ادبي سینګار ورباندې نه دی  تپل شوی. ژبه د دودونو او چاپیریال هنداره ده. او پښتو ژبه زما په اند له طبیعت سره نغښتې رواني او سوچه والی لري. په دې کیسه کې دا روانه ژبه پښتني کلتور او ښاري ژوند  سره ښه پیلی دی.

(اوبو ته د زړه حال تېرول) سوچه او ساده پښتو بیان یا اصطلاح ده چې د انسان ذهني او عاطفي اړیکه طبیعت سره ښیې.  او بیا د دودنو او ژوند له بندونو سره ایسارتوب هم بیانوي.هغه ایسارتوب او یوازیتوب چې د نیا او نیا ګانو نه پاتی دی. د ښځو د زړه حال اورېدو ته څوک نشته. هر چاته چې د زړه حال ووایې قضاوتونه ورباندې کېږې. یوازې روانی اوبه دي چې ټاپه درباندې نه وهي او ملامتوي دې نه.

  د کیسې فضا، د کرکترونو اړیکې، او پېښې د ښاري او عنعنوي ګډ یا متضاد کورنۍ فضا ده.

د کیسې د چاپېریال – د تمدن او دودونو له تضاد- سره د دوهمې پوښتنې ځواب به وڅېړم  چې دا کیسه څومره زموږ پر  افکارو باندې اغیزې لرلای شي؟.

د هنر او ان په لویه کچه، د پوهې  اغېزه پرخلکو باندې له دې باید وسنجول شي چې څومره او څنګه زموږ په ذهن کې پوښتنې پیدا کولای شي.

که چیرې د یو اثر لوستونکی فکر، تحلیل او د پوښتنو د ځوابونو موندلوته ونه هڅول شي، هغه اثر به زما په نظر هېڅ ډول اغېزه هم ونه لري . یا به یې اغیزه لنډ مهاله وي.

او که اثر داسی  پوښتنې  زموږ په ذهن کې راپاروي چې له شخصي ژوند او  تجربو سره مو  تړلی وي ،  اغېزه یې نوره هم  ژور ه او خوندوره شي .

د هیلې د راوۍ د ورور د چای دمولو فرمایش ماته یوه خپله خاطره را یاده کړه. مور به مې تل ویل ورور ته دې چای واچوه . دې ځورولم چې ولې خپله یې نه اچوي خو غږ مې نه کاوه . بالاخره مې یوه ورځ مور ته وویل: ولې؟ ولې یې دی خپله نه اچوي چې زه یې ورته واچوم؟

په یاد مې نه دي چې څومره به په دې پوښتنې رټل شوې وم خو هغه درد ا و هغه صحنه مې نه هېرېږي.

د هیلې د لالا او کشر ورور فرمایشونه (پردې کش که، دا واغونده دا مه اغونده …چای دم که ….) یوازې زما نه، بلکې  د زرهاوو نجونو تجربې او خبرې دي. او په زرهاوو به په دې کیسه کې ځان ومومي او خوند ترې واخلي.

هیله د کیسې په پیل کې وایي چې (وړې وړې خبرې دي خو لویې خلقتنګۍ). ماته د کیسې ژوره فلسفه همدې کې نغښتی ده. دا وړې خبرې د وړو شیانو د انتخاب حق دی. د تلویزیون د ډرامې یا لوبو د لیدو انتخاب. د کړکۍ تړل یا خلاصول. د لمنې د اندازی ټاکل. خو د ښځو د لویو (خلق تنګیو) ستونزه ده:  د ښځو په بشري حقونو کې د انتخاب حق. د مېړه انتخاب، د زده کړې، د کار او په ټولنه کې د موقف یا ځای لرلو انتخاب.

هیله د کورنۍ په  صميمې او دوستانه فضا کې د ټولنې او په تېره د ښځو لویې رواني، دودیزې، ټولنیزې ستونزی داسې له خوږې او ساده ژبې سره بیانوي چې د کیسې  فضا، کرکترونه او ژبه د پیام نه خوندي پاتې کېږي او ورنه نه ځاریږي.

په کیسه یا بل هنري اثر کې زما په اند د ژبې د تون، د کلماتو د انتخاب، د فضا او کرکترونو ترمنځ هماهنګي یا تجانس مهم دی. که دا هماهنګي نه وي، هر انځور یا هره خبره تپل کېږي او لوستونکي ته د مړۍ سره اغزی ګرځي. ماته په ټوله کیسه کې د سپوږمۍ او تیلفون تشبیه ډېر خوند رانه کړ. تلویزیون په کیسه کې ښه ځای شوی و. ښایي هیلې غوښتل چې طبیعت او تکنالوژي سره پرتله کړي، خو د لوستونکو ‌ذوق بېل دی.

هیلې د کیسې د فضا یا چاپېریال د بشپړولو لپاره چې کورنۍ ده د مور خبره کوي. خو د مور د مینی یا د هغی د ستایلواو تعریفولو پر ځای چې د کیسې او روایت د لهجی یا تون سره به نه سمېده ، یوازې هغه خبره کوي چې د کیسې عمومي اغیزې سره برابره ده. (جارو دې نه ده زده. د چا کوربه ورړنګ کړې.)

په دې لنډه او طبیعي وینا کې چې د ډېرو افغاني میندو ژبه ده، او په کیسه کې د یوه کرکتر او د راوی د ژوند او کورنۍ اړیکې برخه ده، بیا هم (لویې خلقتنګۍ ) نغښتې : په ژوند او ټولنه کې د نجونو رول او د هغوی د ارزونې معیارونه.

مور ته د راوي راتلونکی موقف او روال  د مېړه کور او هلته د جارو کولو او پاکولو دنده ده. دا رښتینې او طبیعي مورنۍ سودا ده. د نجونو چې د کور کار زده نه وي، د مېړه په کور کې ځورېږي.

ځو بیا هم پوښتنه او لویه خلقتنګي دا ده چې ولې په ټولنه کې اقتصادي او ټولنېزې اړیکې د ښځو موقف او رول د کور له کاره  او د مېړه له کوره بهر نه ارزوي؟ د کور کار کول او واده کول بد نه دي. طبیعي او انساني دودونه دي خو د ښځو ایسارول او ارزول یوازې په دې چوکاټ کې خلق تنګي پیدا کوي.

دا یوازې د هیلې او د کیسې د راوی یا د افغانې ټولنې خلق تنګي نه ده بلکې نړیواله ستونزه ده چې په بېلابېلو انډولونو او ډولونو رابرسېره کېږي.

دا خبرې یا ستونزې لویې دي او ډېرې نورې پوښتنې رامنځته کوي. خو دا ټولې خبرې او پوښتنې هیلې پر یوی ښکلې، خوندورې او اغېزناکې لنډې کیسې زما په ذهن کې راوپارولې.

 هم یې خاطرې راوسپړلې، هم یې د سپوږمۍ، روانو اوبو او طبیعت سره  رازونه را په یاد کړل او هم یې په پښتو د لڼدې کیسې د لوستلو تنده را ماته کړه.

هیله دې خدای د لویو لویو خبرو په ویلو بریالۍ کړي.

Literary Criticism by Charles E. Bressler, New Jersey, 2002 (p. 4)

2 COMMENTS

  1. (له کړکۍ یې څارم. نن سپوږمۍ پوره ګرده ده. چې پوره وي، داسې ګڼم چې مخامخ راته ناسته ده او چې نوې رابره شوې وي بیا داسې ګڼم لکه په تلیفون چې چا سره غږیږم.)
    ((ماته په ټوله کیسه کې د سپوږمۍ او تیلفون تشبیه ډېر خوند رانه کړ.))سلامونه !
    آغلې ډاکټرې سابې شریف!
    ما مخکې تاند کې د آغلې هيلې (پسرلۍ) جانې دا لڼډه کیسه نه وه لوستې ،خو ستا نقد ته مې وخت پیدا کهء ، ډیر خوندور نقد او ډیره خوندوره قصه ګۍ ده. په قلمونو او ماغزو مو برکتونه.
    ما صرف پورته د هيلې جانې جمله یا غوڼډله د نوې سپوږمۍ(هلال) راخیستې او ورپسې ستاسې هغه جمله ” چې په ټوله کیسه کې مو دا تشبیه نه وه خوشه سوې؟”
    ! زما په دې بیسواده ادبي فکر، پیکر کوم څې هیلې جانې ،(((هلال د ټیلفون ګوشي (غوږی ) سره ورته کړی ))). چې چندان به ژغ هم سم پکې نه راته ؛لاکن د ګردې او پوره سپوژمې سره (بدر) پوره د زړهء خواله کیدل.
    که بل څوک زما په دې نظر زیات و کم کوي ،مهرباني دې وکړي!. په مڼه او درنښت .ډ. ساپی زړور حمیدالله /بروکسل اپریل م۰۷/۲۰۲۰=۳/رمضان ۱۴۴۱ ق.

  2. (له کړکۍ یې څارم. نن سپوږمۍ پوره ګرده ده. چې پوره وي، داسې ګڼم چې مخامخ راته ناسته ده او چې نوې رابره شوې وي بیا داسې ګڼم لکه په تلیفون چې چا سره غږیږم.)
    ((ماته په ټوله کیسه کې د سپوږمۍ او تیلفون تشبیه ډېر خوند رانه کړ.))سلامونه !
    آغلې ډاکټرې سابې شریف!
    ما مخکې تاند کې د آغلې هيلې (پسرلۍ) جانې دا لڼډه کیسه نه وه لوستې ،خو ستا نقد ته مې وخت پیدا کهء ، ډیر خوندور نقد او ډیره خوندوره قصه ګۍ ده. په قلمونو او ماغزو مو برکتونه.
    ما صرف پورته د هيلې جانې جمله یا غوڼډله د نوې سپوږمۍ(هلال) راخیستې او ورپسې ستاسې هغه جمله ” چې په ټوله کیسه کې مو دا تشبیه نه وه خوشه سوې؟”
    ! زما په دې بیسواده ادبي فکر، پیکر کوم څې هیلې جانې ،(((هلال د ټیلفون ګوشي (غوږی ) سره ورته کړی ))). چې چندان به ژغ هم سم پکې نه راته ؛لاکن د ګردې او پوره سپوژمې سره (بدر) پوره د زړهء خواله کیدل.
    که بل څوک زما په دې نظر زیات و کم کوي ،مهرباني دې وکړي!. په مڼه او درنښت .ډ. ساپی زړور حمیدالله /بروکسل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب