Homeخبرونهاندرابي: له افغانستان سره مونږ هم جګړه نه غواړو

اندرابي: له افغانستان سره مونږ هم جګړه نه غواړو

تاند ( پنجشنبه د زمري ـ اسد ۱۵مه) د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي په یوه خبري غونډه کې وویل، افغانان یې وروڼه او خویندې دي او له افغانستان سره هغوی هم جګړه نه غواړي.

اندرابي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې، یوازینی ټکی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ټکنۍ کوي د هغه په وینا، ګواکې د طالبانو د حکومت له لوري د ټي ټي پي یا پاکستاني طالبانو تحریک ملاتړ دی.

هغه د ذبیح الله مجاهد د هغو خبرو په غبرګون کې چې نه پریږدي له افغان خاورې د چا پر ضد ګټه پورته شي، وايي، افغان حکومت د ټي ټي پي او له پاکستان سره د ښه اړیکو ترمنځ یو انتخاب لري.

اندرابي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، اوسمهال د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې سختې ترینګلې دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ له تېر کابو یوه کال راهیسې هر راز سوداګرې بنده ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...