پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeادبد یونس د یوې معما حل | محمدمعصوم هوتک

د یونس د یوې معما حل | محمدمعصوم هوتک

۲۸/ ۹/ ۱۳۹۰ ش

د پښتو شاعر یونس له نامه او اشعارو سره موږ وارد واره د پادري هیوز د‏ (کلید افغاني له لاري خبر سوي یو. کلیدافغاني د پښتو د پخوانیو شاعرانو او لیکوالو د نظم او نثر د نمونو یوه مجموعه ده چي په ۱۸۷۲ع کال د لاهور په سرکاري مطبعه کي چاپ سوې ده([1]).

د یونس د چاپي دېوان مصحح د دغه دېوان دسریزي په شپږویشتم مخ کي وایي چي پادري هیوز د یونس څلور پارچې شعرونه د (چمن بې نظیر) نومي مجموعې څخه رانقل کړي دي. دا مجموعه (په برټیش موزیم کښې د ۲۸۷۴ لمبر لاندې … خوندي ده، … او پکښې د دېرشو تنو پښتنو شاعرانو ۳۴۱ پارچې شعرونه ضبط دي چه په دغو کښې د یونس (۳۸) پارچې شعرونه هم شته).

رازمحمدویښ په پښتو کتابونه (۱۴۶ مخ) کي هم په چمن بې نظیر کي د یونس د اشعارو شمېر (۳۸) ښوولی دئ. خو د(Catalogue of Pashto Manuscripts in the Libraries of the British Isles) په ۹۴ مخ کي دغه عدد (۳۷) دئ.

کله چي پټه خزانه د تحقیق میدان ته راووتله (۱۳۲۳ش = ۱۹۵۴ع)، د یونس د ژوندپه باب نوي خبري هم ورسره رامیدان ته سوې. په هغوکي د نورو خبر تر څنگ د ده د پلار نوم (نورمحمد خان) وبلل سو، چي وایي په قوم  موسی خېل وو.

د یونس دېوان په ۱۳۵۶ش = ۱۹۷۷ع کال د افغانستان د جمهوري ارگ د کتابتون له خطي نسخې څخه د څېړندوی خدمتگار په زیار چاپ سوی دئ. په دغه دېوان کي د یونس څلېرویشت معماوي راغلي دي چي زیات شمېر ئې د (محمدي) په دسخط د خطي نسخې پر حاشیو حل سوي دي. یوه برخه ئې د چاپی دېوان مصحح حل کړې ده. دوې معماوي چي یوه ئې ډېره مغلقه معما ده او د رحمان بابا د وفات کال ځني راوزي، زما فاضل استاد ارواښاد علامه رشادW حل کړي  دي. د دې قلم چلوونکي هم پر دغومعماوو باندي کار کړی دئ چي هیله ده یو وخت په کتابي شکل چاپ سي. له دغو معماوو څخه یوه دا ده:

چي سل شپږ پنځوس و دوه اویا دوه نام که

هغه پــــــــوه گڼه یونسه په ابجد ستا

(۱۲مخ)

دا معما په چاپي دېوان کي نه سمه لیکل سوې ده او نه سمه حل سوې. هورې ئې کښلي دي:

“که (۱۵۶) د (۷۲) سره یو ځای کړو نو (۲۲۸) ترې راووځي، که د (ابجد) د کلمې توری (ا، ب، ج، د) د ابجد په حساب وگڼو نو(۱۰) ترې جوړېږي او چه دا (۱۰) په پورتني عدد واچوو (۲۳۸) کېږي. د یونس د کلمې توري (ی، و، ن، س) د ابجدپه حساب (۱۲۶) کیږي، چه دوه ځله یې وگڼو نو هماغه (۲۳۸) ترې جوړیږي. یعني:

۱۵۶ + ۷۲ + ۱۰ = ۲۳۸ تقسیم پر ۲ = یونس”

د دې معما د حل اوله خښته کږه ایښوول سوې ده او هغه دا چي دا معما ئې د (یونس) په نامه تصور کړې ده. که د یونس او نورو شاعرانو دېوانونه په دقت سره وکتل سي، ترې څرگندېږي چي شاعر په مقطع کي هغه وخت خپل نوم د معما په شکل راوړي چي یا د ادبي صنعت (غیر منقوط صنعت) مجبوري وي، یا ئې نه وي غوښتي چي خپل نوم په صراحت سره راوړي. په پورتنۍ معما کي یونس خپل نوم د مقطع په دوهم نیم بیتي کي راوړی دئ، نو د دوهم وار راوړو له پاره ئې د معما جوړولو ضرورت نه وو. طبیعي ده چي پر دغسي یوه ناسم تصور (کږې خښتي) باندي چي د استدلال او محاسبو دېوال تر ثریا پوري لوړ سي، لا به هم کوږ وي.

دوهمه حسابي غلطي دا ده چي وایي (۲۳۸) که پر (۲) تقسیم سي، (یونس = ۱۲۶) په لاس راځي؟! (۲۳۸) چي پر دوو ووېشل سي (۱۱۹) پاتېږي، یا (۱۲۶) که دوه چنده سي (۲۳۸) په لاس نه راځي، بلکي (۲۵۲) په لاس راځي.

د استدلال او محاسبو دغو غلطیو زموږ یوه ارواښاد محقق ته مېله جوړه کړې ده او په (پټه خزانه فی المیزان) کي ئې د خپلي مدعا (د پټي خزانې د جعلیت) د اثبات له پاره د پورتنۍ معما پر دغه ناسم حل باندي ښه پوره شخوند وهلی دئ او د دې پر ځای چي د دغي حسابي تېروتني له پاره یو سم حل پیدا کړي، د تصور نیلی ئې په هوا کي ځغلولی دئ او د تصوراتو په دې هوائي اټکلو کي په خپله هم څو ځایه تېروتلی دئ.

ارواښاد ناقد تر دې ځایه پوري سم روان دئ چي وایي دغه معما “د یونس سره څه علاقه نهـ لری بلکې لکه چې څنګه عرض وکړی شهـ دَ هغهـ  دَ اَب (پلار) او جد(نیکه) سره تعلق لری …” ([2]). ناقد مرحوم د یونس په دېوان کي د اعدادو ضرب و تقسیم هماغسي کړی دئ، لکه ما چي پورته کښلی دئ. تر دغه ځایه پوري د ناقد نقد سهي دئ.

تر دې وروسته وایي چي (۱۵۶) د یونس (اَب = پلار) او (۷۲) ئې (جد= نیکه) دئ. دا خبره هم د بیت له الفاظو څخه یو څه سمه ایسي. یونس غواړي چي د خپل پلار نوم موږ ته راوښیي، نه د (جد= نیکه) نوم. دا چي په مقطع کي ئې له (اَب) سره (جد) یو ځای کړی دئ، سبب ئې دا دئ چي له یوې خوا ئې د غزلي قافیوي تسلسل ساتلی دئ ځکه نوري قافیې ئې (حسد، ابد، بد، نمد، قد، عدد، مرقد، حد، ید) دي او د مقطع قافیه هم باید پر دغه وزن او ریتم باندي برابره وای.

دوهم دا چي د (ابجد) په کلمه ئې په یوه غشي دوې نخښي ویشتلي دي، هم ئې لوستونکي ته د خپل پلار د نامه قرینه په لاس ورکړې ده او هم ئې د ابجد له حساب څخه د استفادې لارښوونه ورته کړې ده.

د (اّب) او (جد) له پاره ناقد مرحوم بیا د هوا نیلی ځکه ځین کړی او د تصوراتو لار ئې ځکه په خوله ورکړې ده، چي دی خو پټه خزانه جعلي گڼي او هورې چي د یونس د پلار نوم (نورمحمد خان) لیکل سوی دئ، هغه هم له ځانه جوړه سوې خبره بولي. ده لیکلي دي:

“دا (۱۵۶) او (۷۲) د چا نومونه دی؟ هسی خودَ دې عددونو ځنې ډېرې نامې جوړېدې شی خو هر کله چې دَ دیوان دّ معمو حل دَ “محمدی” په دسخط شوی دی نو پکار دی چې دَ دې عدد اولنی تعلق “محمدی” سره فرض کړی شی …”. تر دې خبرو وروسته یو وار ئې د یونس د پلار نوم (محمدی جان = ۱۵۶) او د نیکه نوم ئې (احمدجیو = ۷۲) گڼلی دئ، بیا ئې پر “دوه اویا” د دوه ځله (۷۰) یعني (۱۴۰) خیال کړی دئ او د یونس د پلار نوم ئې (یوسف = ۱۵۶) او د نیکه نوم ئې (یسع = ۱۴۰) تصور کړی دئ. البته په قرآن عظیم کي د نبي په توگه د (یسع) نوم دوه واره راغلی دئ (سورة الانعام:۸۶ آیت او سورة “ص” ۴۸ آیت) خو په پښتنو کي د دغه نوم څرک زه نه لرم او خدای سته، که مي تر ننه پوري اورېدلی دئ.

د ناقد په خبرو کي دا خبره حقیقت لري چي د یونس د دېوان ځیني معماوي د (محمدي) په لیک او دسخط حل سوي دي او دا نوم د مصحح په قول (محمدي صاحبزاده) گڼل سوی دئ. خو دغه پورتنۍ معما د (محمدي) دسخط نه لري او ښاغلي بختاني خدمتگار حل کړې ده. ناقد دغه ځای ته دقت نه دئ کړی. له بلي خوا د (محمدي صاحبزاده) په قلم د یونس د دېوان د معماوو حل کول، د دې له پاره دلیل کېدلای نه سي، چي د یونس د پلار نوم دي نو هم (محمدي) یا، دې ته ورته نوم وي!

دا معما ما (هوتک) اول سمه لیکلې ده، بیا مي حل کړې چي خپله څېړنه غواړم له ښاغلو لوستونکو سره شریکه کړم. یونس د معماوو په جوړولو کي خورا زیات ماهر دئ. د معما د جوړولو اول کمال باید دا وي چي لوستونکی ژور فکر ته راوبولي. داسي کلمې پکښې کار کړي چي لوستونکی ئې په اول نظر مفهوم ته ونه لوېږي.

په دغه معما کي یوه کلمه (نم) ده. خطاط دغي کلمې ته دقت نه دئ کړی او ( نام) ئې لیکلې ده. ملامت هم نه دئ ځکه (دوه نام) تر ( دوه نم) ژر ذهن منلای سي. خو په دې معما کي د شاعر مراد ( نم) دئ، (نام) نه دئ:

چي سل شپږ پنځوس و دوه ایا دوه نم که

هغه پـــــــوه گڼه یونسه په ابجد ستا

حل ئې داسي دئ:

۱۵۶ + ۷۲ = ۲۲۸

په حساب کبیر (جُمَل) کي له ښی خوا څخه د یوه عدد اول رقم (اُحاد)، دوهم رقم (عشرات)، دریم رقم (مِآت) نومېږي. خواجه ابو نصر فراهي ویلي دي:

یگان یگان شــــــــمر ابجد حروف تا حطی

چـــــــنانکه از کلمن عشر عشر تاسعفص

پس آنگه از قرشت تا ضظغ شمر صدصد

دل از حساب جُمل  شد تمام مستخلص

د یونس د دېوان په دغه معما کي (۲۸) د عشرات په کور کي شامل دي. (عشر) په پښتو (لس) ته وایي. د (لس) ابجدي ارزښت (ل = ۳۰ + س = ۶۰ = ۹۰) کېږي. د ( نم) ابجدي ارزښت هم (۹۰) دئ یعني (ن = ۵۰ + م = ۴۰ = ۹۰). شاعر موږ ته وایي چي د “سل شپږ پنځوس او دوه اویا” یعني (۲۲۸) د عشرات = لس = نم = ۹۰) کور دوه چنده کړئ. په (۲۲۸) کي د عشراتو کور (۲۸) دئ او دا چي دوه چنده سي (۵۶) کېږي او نتیجه به (۲۵۶) راووځي. دا عدد د (نور) کلمې ابجدي ارزښت هم دئ یعني ( ن = ۵۰ + و = ۶ + ر = ۲۰۰ = ۲۵۶).

(نور) د یونس د پلار نوم دئ او د پټي خزانې دا روایت چي وایي: “… محمد یونس ،… په قوم موسی خېل و چه پلار ئې نورمحمدخان له موسی خېلو څخه د کسې د بابړو سره راغلی او په خیبر کي اوسېدئ،…”([3]) د یونس په خپل کلام کي هم ملاتړ لري. یونس په خپلو اشعارو کي (محمدیونس) نه لیکي او د پلار له نامه سره ئې هم (محمد) نه دئ کښلی.

([1]د یونس د چاپي دېوان د سریزي په شپږویشتم مخ کي دغه سنه سهواً ۱۹۷۲ع لیکل سوې ده، چي باید سمه سي.

([2]وگ: پټه خزانه فی المیزان  – ۳۰ مخ. نقل قول د کتاب په خپل مخصوص لیکدود کټ مټ رانقل سوی دئ. د دغه لیکدود اردووشمه پرته “ی” زه د خپل کمپیوټر په پروگرام کی نه لرم او هغه مي د بې ټکو (ی) په شکل راوړې ده. هیله ده ښاغلي لوستونکي مي عذر ومني. (هوتک).

([3]پټه خزانه، اول چاپ ۱۱۵مخ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب