جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبشعرمورې/ عصمت الله بهیر

مورې/ عصمت الله بهیر

موري! – موري!

ګراني موري!

ستا قربان او صدقه شم

ږغ مې اورې

او که نه؟

وروڼه ټوله سربدال دي

ناخبره د خپل حال دي

قهرېدلي دي یو بل ته

خروښېدلي دي یو بل ته

نو،

موري!- موري!

ګراني موري!

ستا قربان او صدقه شم

ږغ مې اورې

او که نه؟

پلار مې ډېر دی دردېدلی

په ژوندوني دی نتلی

خواشیني یې مېلمنه ده

بس پر ژوند یې توره شپه ده

په څېره کې یې ښکارېږي

له وینا یې مالومېږي

دی پښېمانه پر خپل کړنو

پر تا کړو، ډېر ظلمونو

ژړغونی راته وایي

(کاشکي موره دې ژوندۍ وای

پرې را ټوله مو کېږدۍ وای)

زما پر زړه بلې لمبې شي

تن مې اور واخلې ایرې شي

موري!- موري!

ګراني موري!

ستا قربان او صدقه شم

ږغ مې اورې

او که نه؟

ستا لمسیان دي در په دره

اسکېرلي بې ثمره

د نازونو څوک یې نشته

خندولو څوک یې نشته

په ژړا په اندېښنو دي

په فریاد او په سلګو دي

ستا پوښتنه کړي له موره

بې جوابه دي سر زوره

موري!- موري!

ګرانې موري!

ستا قربان او صدقه شم

ږغ مې اورې

او که نه؟

زه دي ولې یک تهنا کړم؟

په ژړا دي مبتلا کړم؟

ستا یادونه مېلمانه دي

فریادونه مې پر زړه دي

بس نو موري!

ګراني موري!

ستا قربان او صدقه شم

ږغ مې اورې

او که نه؟

په ژړا دي یادوم

په خندا دي یادوم

زما د ژوند هره شېبه کې

په دعا دي یادوم

جنتونه دي نصیب شه

سره ګلونه دي نصیب شه

موري! – موري!

ګراني موري!

ستا قربان او صدقه شم

ږغ مې اورې

او که نه؟؟؟

۱۳۹۴-۵-۲۷

کابل- میرویس میدان

د ګوند مرکزي دفتر

1 COMMENT

  1. ماشا الله ماشا الله ماشا الله
    په قسم سره درته وايم ډېر ښايسته دی
    په ژړا يې کړم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب