چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبشعرولسمشر ته! / سیدجیلاني جلان

ولسمشر ته! / سیدجیلاني جلان

په چیغو نه جوړیږي

پاچا سلامت!

که مې د سر امن وي

نو یوه  هیله لرم

وطن د لویې بیخي لویې بلا خوله کې پروت دی

د دې بلا زهرو کې

زما ولس پښې لاس تړلی پروت دی

***

پاچا سلامت !

ته خو پوهیږې کنه

چې دې وطن کې قاتل څوک دی او مقتول څوک دی

په دې وطن کې جابر څوک دی او مجبور څوک دی

په دې وطن کې بااصول څوک  بې اصول څوک

په دې وطن کې د غمیو په خورجینو باندې ناست څوک دی

په دې وطن کې په ایرو  خاورو سپیره څوک دی

او لنډه دا پخپله ښه پوهیږې

چې بالاخره څوک څوک دی او څوک څوک دی

***

پاچا سلامت !

که مې د سر امن  وي هیله کوم

ته خوپوهیږې کنه

چې خلک له لوږې نه درګرده اولادونه پلوري

ته خوپوهیږې کنه

چې د بمونو د ناداب په لاسو

زمونږه غوښې د پنبې غوندې نڅاوې کوي

ته خو پوهیږې کنه

چې د پردیو دریابي ژویو تیرو داړو کې

زمونږ د خویندو ، میندو،  ګل ګل ماشومانو

او ځوانانو مسافرې تنې

ریښې ریښې ښخې دي

ته خو پوهیږې کنه

چې مونږ نړۍ کې د فاسدو په نامې مشهور

همداسې نورو ډیرو سترو بدبختیو پښو کې

مونږ لکه دال پراته یو

***

نو پاچا سلامت !

که مې د سر امن وي هیله کوم

چې دا وطن په یوه نه بلکې په ټول جوړیږي

دغه وطن مې په قوي غزم قوي اراده

د ښو او بدو په میزان په قوي تول جوړیږي

***

نو پاچا سلامت !

که مې د سر امن وي هیله کوم

په احساساتو باندې نه جوړیږي

په غصې نه جوړیږي

په چیغو نه جوړیږي

ددې لپاره یو ژور فکر تدبیر پکار دی

ددې لپاره ددې ټول ولس کړۍ کړۍ ځنځیر پکار دی

   کابل

۱۰ کب ۱۳۹۶

3 COMMENTS

  1. ——–
    زمونږپاچا د شیشکانو په منځ کې را ګیردۍ۰هغه غریب ښه پوهیږي چې څوک قاتل او څوک مقتول، څوک جابر او څوک مجبور دۍ، خو په پاچا د شیشکانو منتر داسې اثر کړی چې پاچاګل خوله جینګه ورته نیولې وي، څه چې شیشک ووائي ـ پاچا بیشک ووائي او د هغهوۍ ډول ته په قرصک شي۰ مقتول او مجبور ته د پاچا څه په وسه او توان کې نشته۰
    موږ ته پکارده چې خپله لاره په خپله وباسو، نور د پاچا په تمه ونه اوسیږو۰

  2. bacha salamat kha pohege kho na pohege zor na lare hagha pa pashto ke yaw matal da chi waye tasha lasa ta me doshman ye sa wakre doshman qawee da

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب