شاعر: نزار قباني
ژباړه: ع ارمان
نظم
کله چي ستا داسي سړی ملګری شي
چي ستا د وجود هره برخه د شاعري په څير تخليق کړي
ستا د زلفو هر يو تار په نظمونو و اوبدي .
کله چي ستا داسي سړی ملګری شي
چي ستا وړ وي
زما په څير
چي ستا هر اندام په شعرونو و مېنځنې
او تا د مينې په موسيقۍ کي ونغاړې.
هو! زه به پر تا پيرزوينه وکړم
بې له کوم سواله
ته له هغه سره ولاړه شه.
دا دومره اړينه نه ده چي ته زما سره واوسې
يا له هغه سره
امه که اړين دي
هغه دا چي
ته له شاعري سره واوسې…
°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°° °°
مکتبِ عشق
ستا مينې رازده کړه
زغم د غم
له پيړيو يوې داسې ښځې ته اړتيا لرم
چي د غم له خوند سر مي اشنا کړي
يوې داسې ښځې ته اړتيا لرم
د چا پر اوږو چي سر ولګوم او د يوې مرغۍ په څير وژاړم
اړتيا لرم يوې داسې ښځې ته
څوک چي لکه د ماتې ښیښې زما د وجود ټکړې راټولې کړې
زما ګرانې
ستا مينه زما د بدو عادتونو خالق شوه
ستا مينې را زده کړه
څنګه هره شپه زرګونه واره قهوه وڅښم
طبيبانو ته ولاړ شم
او له پالګرو د قسمت حال معلوم کړم
ستا د مينې پيرزوينه ده
بې مقصده د کوڅو په خاورو کي ګرزيدل
ستا خدوخال
د باران په څاڅکو
او د رڼا په درشل کي لټول
ستا تصويرونه د پرديو په څيرو کي ليدل
امه ستا د احساس خوشبو په ورځپاڼو کي حس کول
دا ستا مينه ده
ماته يې را زده کړه د غمونو له هغه ښار سره ملګرتيا
چيرته چي تر دي دمخه زه هيڅکله نه وم تللی
زه بېخي نه وم خبر
چي د انسان اوښکه به دومره نرمه او سپا وې
او انسان د اوښکو بغير يو ياد دی
ستا محبت را زده کړه
د ماشومانو په څير پر ديوالونو په تباشير ستا څيره جوړول
ستا مينې رازده کړه
څنګه مينه د وخت نقشه بدلولی شي
زه چي تا لمسوم مځکه په خپل مدار کي ودريږي
ستا مينې را زده کړه
ستا په نشتون کي ستا د شتون فکر
ستا مينې را زده کړه
څنګه په غير ضروري شيانو کي ستا د مينې احساس ولټوم
لکه مئ، خزان وهلې ونه
وچې پاڼې
د باران اورښت
او په هر هغه کيفېټيريا کي چيرته چي مونږ توره کهوه څښله
زما ګرانې
ستا مينې را زده کړه
په غير معياري هوټلونو کي استوګه
د بې نومه ساحلونو پر غاړه ناسته کول
او په زړه زړه کي ژړل.
ستا مينې رازده کړه
زغم د غم
له پيړيو يوې داسې ښځې ته اړتيا لرم
چي د غم له خوند سر مي اشنا کړي
يوې داسې ښځې ته اړتيا لرم
د چا پر اوږو چي سر ولګوم او د يوې مرغۍ په څير وژاړم
اړتيا لرم يوې داسې ښځې ته
څوک چي لکه د ماتې ښیښې زما د وجود ټکړې راټولې کړې
°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°
نظم: بغاوت
کله چي ما وويل
زه ستا سره مينه لرم
پوهیدم
د بغاوت پر لار مي پل يښی
د قبيلې د قانون خلاف
د ځان خلاف
د ځان خلاف د الزامونو دروازې ټک وم
حقيقت کي ما پر تخت قبضه کول غوښته
په ځنګلونو کي د زرغونو پاڼو په شمار کي د اضافه کولو لپاره
سمندري رنګت نور زياتولو ته
د ماشومانو تر دې هم ډير معصومه کولو لپاره
د دې وحشي ژوند ختمولو لره
غوښتل مي دا اخيري خليفه قتل کړم
زما دغه اراده وه،
کله چي ما ستا سره مينه وکړه
ما د خوب د در د دوازو ماتول غوښته
چي د بې وسه ښځو جسمونه
د نرانو له زهرجنو غاښونو خلاص کړم
او هغه “په خلاص ټټر وګرزې”
کله چي ما وويل
ستا سره مينه لرم
پوهيدم
يو نوی بيان کومه
د هغه ښار لپاره
چيرته چي هر څوک نالوستي دي
نظمونه وايم
يوې خالې کوټې ته
او شراب ورکوم
هغو ته چي د نشې له خونده ناخبر دي
°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°
رڼا تر لالټين ډيره قدردانه ده
رڼا تر لالټين ډيره قدردانه ده
نظم تر کتابچې څو چنده مقدسه دی
او مچکې تر شونډو مقدم دې
تاته ليکلي زما خطونه
تر مونږ دواړو ضروري او لوړ قامت لري
هم دا خو يو داسي دستاويز دي
چيرته چي خلګ ستا ښايست او زما ليونتوب ليدلی شي