یکشنبه, مې 5, 2024
Home+ستاسو په اړه د نورو قضاوتونه|فريد قربان

ستاسو په اړه د نورو قضاوتونه|فريد قربان

انسان د ټولنیز موجود په توګه په ژوند کې د شته د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، معیارونو او اصولو تابع او تر تاثیر لاندې وي. دا چې په ټوله کې ټولنیز مسایل نسبي دي، نو د انسان د ښه والي او بدوالي قاطع خبره هم نشي کیدای او ویلی شو چې کاملاً نه څوک ښه دی او نه هم بد.

 همدا زه او ته ممکن په ځېنو برخو کې بد واوسو او کیدای شي په ډېرو نورو مسایلو کې نور په غلطه روان وي. څنګه چې ټول انسانان نظر چلندونو او کړنو ته یو تر بله فرق لري، همداسې مو یو د بل په اړه قضاوتونه هم سل په سلو کې نه ټول سم دی او نه هم چورلټ ناسم.

د ارواپوهانو له نظره ځان پېژندنه ګران یا آن ډېر کله نا ممکن کار دی. کله چې موږ په کامله مانا خپل ځان نشو پېژندلی، څنګه ممکنه ده چې بل دې سم وپېژنو؟

د دې ټولو خبرو په رڼا کې ویلی شو چې ستاسو په اړه د نورو نېوکې، غندنې او په ټوله کې قضاوتونه په پټو سترګو منل نه دي پکار، بلکې په اړه یې یو ځل غور کول ضروري بویه.

زیات شمېر کسان له دې وجې ځینې کارونه، نه ترسره کوي او یا له خپلو روانو فعالیتونو مایوسه، زړه توري او را ګرځي چې ګواکې د نورو له نیوکو سره مخ نشي، آن یو شمېر یې لا ممکن په تېرو کړنو هم بېځایه د پښېمانۍ اوښکې تویې کړي.

زموږ غوندې په یوه ټولنه کې چې تر نیمایي ډېر خلک یې رواني ناروغان دي، څنګه منل کیدای شي چې یو د بل په اړه شوې نیوکې یا قضاوتونه به د عقدې، نیت کمۍ، ناسمو سیالیو او … پر بنسټ نه وي؟ په کتابونو کې لولو چې ښه او بریالي کسان د نورو نیوکې په ورین تندي مني، خو فکر کوم لا بریالي او ستر خلک به هغوی وي چې له منلو وړاندې د نورو انتقادونو ته اقلاً یو ځل په انتقادي نظر وګوري.

 موږ باید په ځېنو مواردو کې ومنو چې: ”هر کس د خپل اعتقادي نظام سره سم او مناسب باورونه لري. نو هغه فکرونه چې بل یې ستاسو په اړه لري، اصلاً ستاسو په اړه نه دي، بلکې د هغه شخص د خپل ځان په اړه دي“

د نورو په اړه د نا سمو نیوکو او قضاوتونو یو لامل همدا دی چې یو څوک د خپلو باطني ناوړه فکرونو او خویونو له زوایې نورو ته هم ورګوري. دلته قضاوت کونکی د هغو نیمګړتیاوو اظهار کوي چې اصلاً یې دی خپله لري، نه نور.

بس نو هغه د شاعر خبره:

د خپل غلط قیاس عکسونه په جهان کې وینو .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب