جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهطالبانو د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پر فعالیت بندیز لګولی

طالبانو د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پر فعالیت بندیز لګولی

تاند:( شنبه ، د غویي ۳ ) واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې طالبانو یې په افغانستان کې پر فعالیت بندیز لګولی.

د دغه راپور له مخې، له طالب چارواکو سره له څو میاشتو سلا مشورو وروسته، د دغې ورځپاڼې استازي په کابل کې د فعالیت د اجازې په ترلاسه کولو کې پاتې راغلل.

  ورځپاڼې د دغې پرېکړې په اعتراض کې ویلي، موږ د دې اقدام لپاره هېڅ توجیه نه وینو، خو طالب چارواکو اعلان کړی چې دا اقدام حتمي دی.

سوزانا جورج د واشنګټن پوسټ د افغانستان او پاکستان د بیورو مشرې په توګه څه دپاسه درې کاله دنده ترسره کړې.

واشنګټن پوسټ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۱ کال کې په کابل کې خپل دفتر پرانیست او د دې ورځپاڼې خبریالانو په افغانستان کې د وروستیو دوو کلونو له بدلونونو وروسته هم کار ته دوام ورکړ.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...