شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپه تورخم کې د مځکې د ښوییدو په پېښه کې د وژل...

په تورخم کې د مځکې د ښوییدو په پېښه کې د وژل شویو شمېر ۸ ته ورسید

تاند (شنبه، د ثور ۱) په تورخم کې د مځکې د ښوییدو په وروستۍ پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۸ تنو ته ورسید.

د سې شنبې په ورځ (د اپریل ۱۸) د ډیورند کرښې پورې خوا ته د خیبرپښتونخوا اړوند د تورخم په سیمه کې مځکه د پاکستاني پوځیانو د یوې پوستې خوا ته په داسې حال کې وښوییده چې تر ۱۰۰ ډیر کانتینرونه له مالونو ډک انتظار ولاړ وو.

د پاکستاني ژغورونکو ویندوی بلال فیضي فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي:«تراوسه پورې د ۷ تنو مړي راایستل شوي، عملیات لا هم دوام لري چې اتم مړی له خاورو راوایستل شي.»

د خیبرپښتونخوا په دې سیمه کې ټولټال ۲۰ کانتینرونه او لارۍ تر خاورو لاندې شوي دي.

په پیل کې چارواکو د دوو تنو د مړینې خبر ورکړی و.

دا پېښه د تورخم له دروازې یوازې ۱۲۰ متره لېرې شوې ده.

فیضي ویلي:«زموږ ژغورونکي د اتم مړي د خښېدو ځای ته ورنژدې شوي. موږ خاورې په سلو کې ۶۰ لېرې کړي، خو پرون په همدغه سیمه کې بیا مځکه وښوییده او له کبله یې د ژغورنې عملیات وځنډېدل.»

په تورخم کې مرستیال کمیشنر عبدالنصیر خان د اتو تنو مړینه تایید کړه او ویې ویل چې د پنجشنبې په ورځ لاره د موټرو پر مخ پرانیستل شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب