یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله: که حکمونه مې شرعي نه وي، اطاعت یې مه...

ملا هبت الله: که حکمونه مې شرعي نه وي، اطاعت یې مه کوئ

تاند:( شنبه ، د غویي ۳ )  د طالبانو د نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله په نوم له ملي ټلویزون څخه په خپور شوي غږیز پيغام کې ویل شوي، که دی د شریعت خلاف حکم وکړي، خلک دې اطاعت نه ورڅخه کوي.

په دې وینا کې د اسلامي حکومت په جوړولو له ټينګار سره ویل شوي، چې افغانستان کې د کفارو د مداخلې مخنیوی، له کفارو سره جګړه، د شرعی حدودو تطبیق، خلکو ته د اسلام ښودل، د جوماتونو او لمونځونو نظم برابرول به د دوی د حکومت اساسي دندې وي.

د هبت الله په نوم غږیدونکی ویناوال دغه راز په زکات ټولولو او امر بالمعروف تاکید لري او بیا- بیا دا شیان د خپل رژیم« ذمه واري» ګڼي.

هغه په ورته وخت کې افغانان نېکمرغه وګڼل، چې په وینا یې د طالبانو د رژیم تر چتر لاندې ژوند کوي.

یاد شوي ویناوال د جمهوري نظام د امنیتي ځواکونو په اړه ادعا وکړه، چې د هغوی وژل یې هدف نه و.

هغه یو ځل بیا د افغانستان د پاشل شوي پوځ او امنیتي بنسټونو کسان د کفارو په دفاع تورن کړل، خو ویې نه ویل، چې له امریکا سره د سولې تړون څخه وروسته یې ولې پر امریکایانو بریدونه ختم او پر افغان ځواکونو وژونکو بریدونو ته زور ورکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې له څه مودې راهیسې د هبت الله د پرله پسې افراطي پریکړو له امله د طالبانو په لیکو کې دننه هم له نوموړي د نا فرمانۍ د رامنځته کیدو خبرونه ورکړل شوي.

د طالبانو ځینو مشرانو ویلي وو، چې د خپل مشر د غیر شرعي پریکړو اطاعت نه کوي، خو وروسته ولیدل شول، چې په نا معلوم دلیل دا ډول طالب مشران پر خپلو خبرو پښېمانه شول.

9 COMMENTS

  1. شيخ صاحب له موږ تا ته ښه پته ده چې له خپل ولس په خپل ټاټوبي کې پټ يې.
    تا ته پته ده چې موسی عليه السلام طور ته د خدای د بلنې له مخې تللو، نو خپل ورور هارون عليه السلام يې په خپل قوم کې د هغوی د سمون لپاره پرېښووه چې ((وقال موسی لاخيه هارون اخلفني في قومي واصلخ [۱] ولاتتبع [۲] سبيل المفسدين))، نو ته خپله سوچ وکړه چې تاسې د شريعت سره سم روان ياست؟
    تاسې بايد دا روښانه کړئ چې دا ګونګ حالت درباندې چا راوستی؟

  2. د شىخ صاحب خخه د ىو مسلمان به صفت پوشتنه،! اىا شىخ ندىم شىخ دلاور او په سلهاوو نور مقرر شوى غىر مسلکى مولوىان قاريان.. ددغه وزارتو د وزارت کولو ورتىا لرى? تاسو خبر نه گاست ستاسو به نامه په ولاياتو والىان ناروا برخورد کوى. اىا د زنانه وو تعلىم ناروا دى.? اسلامى امارت کى غلطى دىرى شته دى خو بر جمهورى دي يي سل واره بلا وګرزى

  3. ورک ملاصیب!
    فرمانونه خو دی شرعی ځکه دی چی لکه د پاکستانی تریشل دی د شا نه بادیږي او ولس ته دی د اتوم بم خوله راړولی چی څوک د ویری نه سپوڼ ونکړي.

    ملاصیب! نور هم کوښښ وکړه چی د شرعي فرمانو د تریشل محصول دی لا نور هم زیات شی او افغانستان کی دی د فرمانو ریکارډ پاتي شی.
    دا خو دهمدی پرله پسي شرعي فرمانو نو برکت دی چی افغانان دډیری خوشحالۍ نه په جاموکی نه ځایږی او د نړۍ د سیاحت لپاره د ګاونډیو هیوادونو په دروازو کی په قطارونو کې نر او ښځی او ماشومان ولاړ دی.

    خو ملاصیب ! یوه خبره په یاد ولره چی هرڅه کرې نو د حاصل اخستلو لپاره يی هم تیارې ونیسۍ.

    پوهیږم چی افغانان په هغه موقف کی قرار نه لري چی ستا د فرمانونو د شرعی او غیري شرعي تو پیر وکړي او خپل نظر درته ووايی.
    ځکه چی تا لکه د هغه لیوني چی په چاړا لیوني مشهور و خپل سامان په لاس کی نیولې او په لار به روان و او چغی به يی وهلی چی پدی کی به څوک څه ووايی. نو یو نیم لاره وې چی به يی په مخه راغې نو چاړا لیوني ته به يی وویل چی پدی کی د چا پلار هم څه نشی ویلې.
    نورو خلکو خو به تری لا له ورایه لاره بچوله.

    نو ملاصیب دومره به درته ووایو که شرعي دي او که نه خو پدی کې د چا پلار هم څه نشی ویلې.

  4. اي د کافر اولاده، ستا کوم حکوم شرعي دي؟ ته نه حديث مني نه ايه مني او نه د اسلامي نړي له علماو سره کيني. ته يو جاسوس او يو پليد قاتل د مسلمانانو يي.

  5. له کمنټونو ښکاری چی خلک په امیر ډیر غوسه دی، خو بیا چی وپرزول شی، بیا نارې -سورې جوړی شی چی هلئ دشت لیلی کی ظلم وشو !

  6. Amazing. A person who likely was never able to provide for his own livelihood and always depend upon others to be fed, now running a nation by edicts. It doesn’t get worst than that.

  7. سلامونه،
    د شیخ القرآن او حدیث آخوندزاده صاب دا وینا د هغې لمړنۍ سره فرق لري . هلته ې ویل چې له اټم بم هم نه ویریږم!او زما امر شرعیت دی. اوس عام او بیچاره ولس په ټولو شرعي او غیر ش. حکمونو څه پوهیږي او د دردمن افغان خبره د چا پلار به ېې دومره دُره دارو او امر بالمعروف او داسې نورو مخکې ویلای وشي؟ آ د نجونو او ښځمنو د ښوونې او روزنې او یوه مړۍ نفقه پیداکولو کار په باب حتی د لوړپوړو ط ط چارواکو انتقادونه چا ځواب کړل؟؟ او یا ې ثواب او سقم یا واجب او مباح معلوم کړل تر هغو چې د ټولې اسلامي او اهل الکتب دیني عالمانو او شیخانو نظرونه ورکړل او سفرونه ې وکړل ،له مسلمانې آمینه م. نه هم ونه شرمیدل؟؟؟؟.
    -خلکو ته اسلام ښودل؟؟. خیر دا ۹۹،۹۹سلنه افغانان چې مسلمانان ول او دي د دوی عملنامې به څنګه شي؟؟. آیا دا خپله ط ط چا مسلمان کړي ول او پلرونه ې چا؟؟ که صرف دیوبندیزم او هکانیزم او پنجپیرانیزم کوم نوی ډول اسلام دی؟؟؟
    -د زکات ټولول؟؟؟. له کروړ پتیانو،میلیاردرانو او میلیونرانو که ې واخلئ خو صحي ،مګر د بیکاره مامورینو،متقاعدینو بیمعاشه، له دهقانانو او کوڼډو یتیمانو نه ې هم چې د سبا او بیګا ډوډۍ ته حیران وي هم د سوطي په زور اخلئ؟؟ .دا به کوم عدالت وي؟
    -شرعي حدود مو په دا دوه کاله په کوم قاتل، د بیت المال غلو او غاصبینو چې، ځینې مو د ګلونو په هار بدرګه کړل،؛ تطبیق کړ؟؟؟.
    د پوزې لاندې مو چسپکي او شش و نیم پټاوونه کوي ، مګر تاسې بیا هم تش په نامه عفو عمومي اعلان کړې. څوک چې زور،زر او ….لري عفو هم هغو ته ده او کیدای شي د ټولګډون یا همه شمول په تمه هم همدوی وي.. د پټو دروازو شاته.. مګر د غریب او بیوسه بېواسطې او په هر رژیم کښې له لاندې او باندې ځپل شوي، شهید شوي او رټل سوي همدغه ډیرکی ولس دی!!!

  8. خبره دا نه ده چی د ملا هیبت پنوم یو کس شتون لری یا نه او خبره پدی کی هم نه ده چی د ملا هیبت حُکمونه شریعی ماهیت لری او که نه
    بلکه
    خبره دا ده چی ” دین ” او ” شریعت ” د ” دنیائی سمون ” په غیږه کی د تعریف او تطبیق وړ دی.
    نو
    اوس که طالب مالب سل ځله د موعظة الحسنه یا موعظة الخبیثه له لیاری وولس اړ باسی چی شریعی احکام پر ځان تطبیق کړی بریالی به نه وی تر څو د وولس ګیډه مړه او روحیه زرغونه نه وی.
    یو وږی او تږی او مُفلس مسلمان ته به سخته وی چی حتی لمونځ لا هم په اخلاص زده او اداء کړای سی نور شریعی احکام خو پریږده.
    بناً
    پنجاب چپه او غلطه محاسبه کړیده ( تر څو پوری د عام وولس ” دنیائی ” چاری سمبال نه سی نو ” دینی ” چاری ئی د سمون وړتیا نه سی موندلای.

  9. خبره یې په ډیره ساده او کلیواله ژبه درته وکړه ، منل نه منل ، منفی یا مثبت تفثیر کول یې د هر چا خپل کار دۍ.
    پاتې شوه د لیدلو خبره.
    دومره درته ویلۍ سم چه: په غبرکو ړوند شې باډی مګوره کش وګوره!
    له شرقه تر غربه او بیا له شماله تر جنوبه یو ببرغ یوه خبره یو عمل دۍ.
    په نه لیدلو کی یې لا ډیره مزه ده ؛ که چیرې ته خوند لټوې؟؟
    او که چیرې په غ ی ن کښې هډوکی لټوۍ نو دا بیا بله خبره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب