چهارشنبه, مې 1, 2024
Home+خوب يعني څه؟

خوب يعني څه؟

ژباړه: احمد شاه پاڅون

امريکايي ايډيسن په دې اند و چي خوب يو داسي ناوړه عادت دى چي غواړي انسان زرګونه کلونه د سمڅو په تيارو کي وساتي.

ايډيسن ګروپ په دې موخه جوړ کړ چي شپه هم د ورځي په څير روښآنه وساتي او د انسان په کار کي اضافه توب رامنځ ته سي.

د هغه دا فکر تر يوې اندازې پوري مثبت هم وو ، ځکه هر انسان خپل د ژوند يوه لويه برخه په خپل بستر باندي په خوب خوب ضايع کوي. د بيلګي په ډول که د يو انسان ټول عمر ٦٠ کاله وي داسي و ګڼئ چي هغه ٢٠ کاله عمر په خوب تير کړي دي.

خو ايډيسن په دې نه پوهيدى چي خوب انسان او نورور څارويو ته دومره اړين دى څومره چي خواړه او اوبه دي، د دماغ پرته د وجود نور ټول غړي بې له کومي هوسايني يا دريدو څخه کار کوي، د بيلګي په ډول زړه هيڅکله نه دريږي، سږي خپله دنده په مسلسله توګه پر مخ وړي، ځيګر هر وخت کار کوي.

خو پوښتنه دلته ده چي اخير دماغ ولي مسلسل کار نه سي کولاى؟ او ولي ورته د خوب اړتيا ده ؟ په ښکاره خو دا سوال ډير ساده او اسانه بريښي، خو ددې ځواب دومره ساده نه دى.

د نوو څيړنو پر بنسټ ددې پوښني ځوابول څه ناڅه مرستندوى بريښي. د تجريبو څخه داسي ښکاري چي تر نورو ډير د خوب تعلق د حافظې (ياداښت) د پياوړي کولو سره دى، د خوب څخه د مهمو ياداښتونو پخولو او د ورځي په دوران کي را ټول سوي د بې ځايه يا داښتونو د ورکولو (پاکولو) په برخه کي کار اخستل کيږي. د دې پرته دخوب يو بل کار د مختلفو ياداښتونو تر منځ تعلق لټونه ده، نو دا وجه ده چي يوه خبره تا ټوله ورځ زوروي، خو چي سهار کله د خوب څخه راپورته سې د هغه د حل لاره پخپله ذهن ته درځي.

د دې څه پرته د وجود د فاعي نظام هم د خوب په وجه پياوړى کيږي . څيړنو ښودلې ده چي د خوب په وخت کي زخم په ښه توګه رغيږي.

د دې ټولو خبرو وروسته بيا هم ساينس پوهان په دې ندي پوهيدلي چي اخير ددې ټولو کارو لپاره خوب ولي اړين دى او دا هر څه په ويښه ولي نه تر سره کيږي.

د خوب مقصد که هر څه وي، خو پوره کول يې زيات اړين دي. د هغه ثبوت دا دى چي هر کال په لکونو پيښي د موټر چلونکو د خوب د نه پوره کيدو له امله پيښيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب