نوم یې سلام و خلکو به ماسټر باله. زما لږ لږ یادیږي سپینه کونډۍ ږیره یې لرله، ارام او بي غرضه سړی و، ډیر وخت به یوازې ناست و تر ټولو ډیره بوختیا به یې له مرغانو او خزنده وو سره وه، چرګو مرغیو او کوترو ته به یې ډوډۍ وړوله یا به د میږیانو د غار خواته ناست و ډوډۍ به یې ښه میده میده کړه او میږیانو ته به یې کوټه کړه له همدې به یې خوند اخیست. جومات ته به راته خو هلته به هم زیاتره وخت یوازې ناست و. غرمه مهال به یې زموږ د زړې کلا مخته په دالان کې نفلونه کول. کلیوالو به ویل چې په دین کې خراب دی، وهابي دی او سم مسلمان نه دی. زموږ په کلیو کې توهین امیز نومونه رواج دي یا نوم لنډوي پر ده هم خلکو خاچۍ نوم ایښی و. موږ هغه وخت ماشومان و، نه پوهیدو چې ماستر څه معنا او خاچۍ یې ولي بولي.
موږ به یې هم دومره زیات احترام نه کاوه ښایي د ده ښه او بي غرضه خوی به و چې ملنډې مو نه پرې وهلي او په لوټو او ډبرو مو نه ویشت. نور مو د خپلو نورو کلیوالو په سترګه نه ورته کتل تر نورو مو ټیټ باله ځکه چې یو خو هغه زموږ د کلي اصلي اوسیدونکی نه و له کوم بل لیري ځایه فکر کوم وردګو څخه زموږ کلي ته راغلی و، پوله او پټی یې نه لرل او دلته زموږ د خلکو په اصطلاح همسایه و، بل هغه داسې نه و لکه زموږ نور کلیوال. نه یې د کلي په جرګو مرکو او مجلسونو کې برخه لرله، نه یې د چا غیبت کاوه نه هم زیات صفت، نه یې غټه ویله چې نورو ته ځان ښکاره کړي نه یې هم د چا بد غوښتل، بدنیتی نه و، نه یې کړه وړه نه هم خبرې د نورو کلیوالو غوندې وې، کله کله به یې چې خبرې کولې موږ سم نه پرې پوهیدو ښایي د وطن د آبادي او پرمختګ خبرې به وې ښایي داسې لویې هیلې به وې چې موږ یې هغه وخت تصور نه شوای کولای، نه پوهیږم.
اوس چې کله کله د هغه په اړه فکر کوم ذهن ته مې ډیرې پوښتنې راشي. اوس چې کله پخپله ټولنه کې نور تفاوتونه ګورم ماستر سلام مې یاد ته راشي. اوس چې کله د ځینو لوستو وطنپالو افغانانو احساس او په مقابل کې یې د ځینو نورو له هر څه ناخبره وطنوالو بي تفاوتي او کله کله ضدیت او سپکاوی ګورم د پکتیا ولایت د زرملي د اسلام خیلو کلي ته ولاړ شم او د ماستر سلام له زړه لږ لږ خبر شم.
اوس پوهیږم چې سلام اکا تعلیمیافته سړی و، ممکن لوړې زده کړې به یې لرلې، کیدای شي په کوم بهرني هیواد کې به یې د ماستري تر کچې لوړې زده کړې کړې وې، موږ د ماستر په معنا نه پوهیدو یو مسخره نوم راته ښکاریده، یو نیم کبرجن کلیوال به کله کله په لوړ او توهینوونکي آواز ورته وویل، ماسټره څرنګ یې؟ چیري ورک یې؟
کیدای شي ماستر سلام به هغه وخت د نورې نړۍ پرمختګ لیدلی و، په کوم پرمختللي هیواد کې به یې په داسې یوه مسلک کې ماستري کړې وه چې هغه به زموږ په وطن کې نااشنا و. دی به لکه دا اوس موږ د نورو او خپلو وطنوالو له دومره ډیر توپیر څخه ځوریده. ممکن په خپل کلي کې به یې هم ډیرې ناشناخته خبرې کړې وي، کیدای شي خپلو کلیوالو ته یې د نورې نړۍ د حیرانوونکي پرمختګ او زموږ د وطن د وروسته پاتې والي په باره کې عجیبې او غریبې خبرې کړې وي. کلیوالو ته به یې د ده خبرې د پیریانو خبرې ښکاره شوې وي. په ده به یې لا شک زیات شوی وي، ممکن اول یې پري د لیوني ګومان کړی وي، کیدای شي ویلي یې وي چې سلام خراب شوی دی. د کوپارو(کفارو) په ملک یې تعلیم کړی دی. هغوی له دینه اړولی دی او دا کفري خبرې یې ور زده کړي دي. څوک څه پوهیږي ممکن قوم او کلي یې په هغه د کافر ټاپه وهلې وي په هغه پسې یې ټوپکې او کوتکې را اخیستې وي چې مړ یې کړي او هر یوه به کوښښ کاوه چې ځان پري غازي کړي او دی ترې زموږ کلي ته را تښتیدلی وي.
نه پوهیږم اوس چې د وطن حالت او نوره نړۍ ګورم او د خپلو ځینو وطنوالو بي احساسي نو ماستر سلام مې ذهن ته راشي ممکن دغسي به و.
خو له دې ټولو سره سره مې یوې بلې عجیبې خبرې ته هم فکر شي هغه په هغه زمانه کې زموږ د خلکو زغم او حوصیله ده. زموږ خلکو ماستر سلام په دین کې خراب ګاڼه. له لارې وتلی او حتی سم مسلمان یې نه ګاڼه. خو بیا یې هم هغه زغملی او منلی و. سره له دې چې په ډیرو خبرو یې نه پوهیدل، سره له دې چې د بلې ډیرې لیرې سیمې و، سره له دې چې دوی ته ورته نه و، سره له دې چې ټولو هغه خراب باله خو بیا یې هم د هغه درناوی کاوه، مرسته یې ورسره کوله او هیچا لکه اوس د هغه د شړلو، ځورولو یا وژلو آن فکر نه شوای کولای.
څومره یو عجیب تفاوت ترسره کیږي!
بلی بی سوادی د یو مملکت پر مخ تګ لپاره هره دروازه بنده ساتی ، دهمدی مظلوم ماسټر په شان همداسی یو بل با استعداده تحصیل یافته ئی په مستر کچالو مشهور کړۍ وو او هیڅ کوم ځای کښی کار ته نه نیول کیده ځکه نوموړی د هغه وخت صدراعظم شاه محمودخان ته دذکوم علت له کبله لاس نه ورکولو او دا موضوع ډیر ژر په کابل کښی د خلکو په مینځ کښی د مستر کچالو لقب ورکولو سره تیته شوه !!!