چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ایران ته تللی

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ایران ته تللی

تاند ( سه شنبه، د دلوې ۷) د ملابرادر په مشرۍ د قطر دفتر يو پلاوی ایران ته تللی دی.

 د وسله والو طالبانو د قطر دفتر ویاند نعیم وردک په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې، د ملا برادر په مشرۍ دغه پلاوی به له ایراني چارواکو سره د افغانستان د سولې او په سیمه کې د نورو روانو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

سرچینه وایي چې ملابرادر به دغه راز په ایران کې له مېشتو کډوالو سره هم ګوري.

د ډاکټر نعیم وردک په خبره له ایراني حکومت سره به د یادو کډوالو د ستونزو پر حل خبرې کوي.

ملابرادر داسې مهال ایران ته سفر کوي چې لاهم په دوحه کې د سولې دوهم پړاو روانو خبرو کې هېڅ پرمختګ نه لیدل کېږي.

افغان حکومت په دې برخه کې پړه پر وسله والو طالبانو اچوي خو طالبان بیا افغان حکومت پړ بولي.

عام افغانان بیا د جګړې له ښکېلو لوریو هیله لري چې ژر اوربند وکړي.

دا په داسې حال کې ده ایراني رسنیو ویلي چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان له خپلو الماني او روسي سیالانو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

سرچینې وایي دوی ټینګار کړی چې باید په افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړل شي او د سولې لپاره دې کوټلي ګامونه پورته شي.

یادو درېیو هېوادونو ټینګار کړی چې له افغانستان سره د سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي او دې ته لېواله دي چې دلته د کلونو اوږده جګړه د خبرو له لارې پای ومومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی