چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني وايي طالبان اوس هم بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې لري

ولسمشرغني وايي طالبان اوس هم بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې لري

تاند ( سه شنبه، د دلوې ۷) افغان ولسمشرمحمد اشرف غني له وسله والو طالبانو غوښتي چې بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړيکې ختمې کړي.

ولسمشر دوشنبه ناوخته د کابینې په غونډه کې یو ځل بیا ویلي چې طالبان باید له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکه پرې کړي، سوله دې وکړي او دایمي اوربند ته دې غاړه کېږدي.

هغه همدا راز د امریکا د حکومت د دې پرېکړې هرکلی کړی چې غواړي د دوحې تړون له سره و ارزوي او دا روښانه کړي چې یادې ډلې څومره پر خپلو ژمنو عمل کړی دی.

ښاغلي غني دغه راز د سولې په برخه کې د امریکا او نړیوالې ټولنې مرسته او همکاري هم اغېزناکه بللې ده او له دوی یې د لا ډېرو همکاریو غوښتنه کړې ده.

ولسمشرغني داسې مهال له طالبانو غوښتي چې له بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې چې تازه د امریکا خزانې وزارت ویلي چې القاعده شبکه د طالبانو تر پوښښ لاندې د ودې په حال کې ده.

لانګ ور ژورنال د امریکا د خزانې وزارت د یوه راپور له مخې ویلي چې طالبان لا هم له القاعده شبکې سره پیاوړې اړیکې لري او د دغه شبکې روزونکي د طالبانو وسله والو ته روزنه ورکوي او مالي ملاتړ یې کوي.

امریکا اندېښنه ښودلې چې دغه ډله په افغانستان کې د ودې او پراختیا په حال کې ده او تر دې دمه هېڅ داسې نښه نشته چې وښيي طالبانو له یادې شبکې سره اړیکې پرې کړې دي.

طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې یې په ځلونو ویلي چې دوی له هېڅ بهرنۍ ترهګرې ډلې سره اړیکه نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی