چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهننګرهارکې یوه سړي خپله پولیسه مېرمن وژلې ده

ننګرهارکې یوه سړي خپله پولیسه مېرمن وژلې ده

تاند ( سه شنبه، د دلوې ۷) د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي چې د دې ولایت په مرکز چکنوریو سیمه کې یوه سړي خپله پولیسه مېرمن وژلې ده.

امنیتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط وایي چې نوموړې د خپل خاوند له لوري د تېرې یک شنبې په ورځ په چړو وژل شوې ده.

بل لورته د امنیه قومندانۍ ویاند فریدخان هم مني چې نوموړې خپل مېړه وژلې ده.

فریدخان وایي وژل شوې ښځه زرمينه نومېده او یوه اونۍ کېده چې د پولیسۍ  دنده يې پريښې وه.

د پېښې لامل لا معلوم نه دی چې زرمینه ولې وژل شوې خو پولیس وایي په دې اړه به له څېړنو وروسته رسنیو سره معلومات شریک کړي.

بل لورته روغتیايي چارواکي بیا وايي چې زرمینه د خپل دوهم خاوند له لوري وژل شوې.

د یادونې ده چې دا لومړی ځل دی په ننګرهار کې یوه تن خپله پولیسه مېرمن وژني.

د نظر خاوندان بیا د دا ډول پېښو لامل کورنی تاوتریخوالی یادوي او وایي ډېری ښځې وخت ناوخته دکورني تاوتریخوالي له امله وهل کېږي او یا وژل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب