چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونههرات او بلخ ولایتونو کې دوو ترافیکي پېښو ۶۲ کسانو ته مرګ...

هرات او بلخ ولایتونو کې دوو ترافیکي پېښو ۶۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند (سه شنبه د دلوې ۷) د هرات په ګزره ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی او ۳۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

د هرات د امبولانس مسؤل محمد ابراهیم محمدي وايي، دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د هرات –کندهار لویې لارې په اوږدو کې د ګزرې ولسوالۍ په میرداوود سیمه کې رامنځته شوې ده.

د ښاغلي محمدي په خبره په دې پېښه کې یو سړی مړ شوی او د څلورو ښځو او درې ماشومانو په ګډون په کې ۳۲ کسان ټپيان شوي دی.

د نوموړي په وینا ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

د هغه په خبره دغه پېښه د یوه مسافر وړونکي او ټېلر موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د یو بل خبر له مخې، امنیتي سرچینې وایي چې تیره شپه شاوخوا ۹ بجې د بلخ –جوزجان په لویه لاره د یوې ترافیکي پیښې له کبله شاوخوا ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکو ویلي، پیښه د یوه ۴۰۴ ډوله موټر او د یوه باروړنکي موټر د ټکر له کبله د بلخ د چهار بولک ولسوالۍ اړوند د جوی یوزلیک، تیمورک‌ په سیمه کې رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۱۰کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰ تنه نور سخت ټپیان شوي دي.

ویل کیږي دا ۴۰۴ ډوله بس موټر له فاریاب ولایت نه د پلازمینې کابل پر لور روان و، چې له یادې پیښې سره مخامخ شوی دی.

ځایي خلک وایي چې موټر په بشپړه توګه تخریب شوی او د ډېرو ټپیانو صحي وضعیت هم د اندیښنې وړ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب