جمعه, فبروري 6, 2026
Home+افغانستان او آیرلینډ نن ۳ مه یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي

افغانستان او آیرلینډ نن ۳ مه یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي

تاند ( سه شنبه، د دلوې ۶) دافغانستان او آیرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درېمه یو ورځنۍ لوبه نن ترسره کېږي

په دوهمه لوبه کې د لوبې پچه یا ټاس آیرلینډ لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

په یاده لوبهکې آیرلینډ په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۹ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۲۶۰ منډو هدف وټاکه.

مقابل کې افغان لوبډلې ټاکل شوی هدف په ډېرې اسانۍ پوره او لوبه یې د ۷ لوبغاړو په شتون کې وګټله.

د افغان لوبډلې له لوري رحمت شاه او حشمت شهیدي تر ټولو بریالۍ توپوهنه وکړه، رحمت شاه ۱۰۳ او حشمت شهیدي ۸۲ منډې جوړې کړې.

د روانو یو ورځنیو لوبو لړۍ افغان لوبډلې ګټلې ده.

اوس  وبه لیدل شي چې درېمه یو ورځنۍ لوبه څوک او څنګه ګټې.

نننۍ لوبې ته هم څو شېبې پاتې دي چې پيل شي.

له دې وړاندې لومړۍ لوبه هم افغان لوبډلې د ۱۶ منډو په توپير ګټلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...