جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهله القاعده سره د طالبانو پر اړیکو د افغان حکومت او امریکا...

له القاعده سره د طالبانو پر اړیکو د افغان حکومت او امریکا غبرګون

د امریکا خزانې وزارت د یو تازه راپور په خپرولو سره ویلي، چې طالبان لا هم له القاعده او نورو ډلو سره پیاوړې اړیکې لري، او د یادو ډلو روزونکي طالب جنګیالیو ته روزنه ورکوي.

لانګ وار ژورنال د امریکا د خزانې وزارت د معلوماتو له مخې وایي، چې امریکا د طالبانو او نورو ډلو ګډې همکارئ ته اندېښمنه ده او په خبره یې د دوحې د تړون او ژمنو سربېره؛ لا هم هېڅ داسې نښه نشته، چې وښيي طالبانو له یادې شبکې سره اړیکې پرې کړې دي.

په ورته وخت کې افغان ولسمشر اشرف غني هم تېره ورځ د کابېنې غونډه کې ټینګار وکړ، چې طالبان دې د سولې لپاره د ښه نیت په موخه وښيي، چې د بهرنیو ترهګرو ډلو سره یې اړېکې پرې کړي دي. هغه زیاته کړه، چې که طالبان سولې ته ژمن وای نو اوربند ته به یې غاړه اېښې وه او د بهرنیو ترهګرو سره به یې له اړیکو لاس اخیستی وو.

ولسمشر دغه راز د امریکا د هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې غواړي د دوحې تړون له سره وارزوي او دا روښانه کړي، چې یادې ډلې څومره پر خپلو ژمنو عمل کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب