شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهافغان ځواکونو د طالبانو له زندان نه ۲۲ زندانیان خوشې کړي

افغان ځواکونو د طالبانو له زندان نه ۲۲ زندانیان خوشې کړي

تاند ( سه شنبه، د دلوې ۷) ملي دفاع وزارت وایي چې، افغان کمانډو ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال ۲۲ کسه د طالبانو له یوه زندان خوشې کړي دي.

د دفاع وزارت په خبرپآڼه کې راغلي چې دغه عملیات تېره شپه د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې په خوشې شویو کسانو کې ۷ افغان سرتېري او ۱۵ ملکیان شامل دي.

ملي دفاع وزارت همدا راز وایي چې په عملیاتو کې یې ۳ تنه طالبان له وسلو او مهماتو سره یو ځای نیولي دي.

افغان ځواکونو تر دې وړاندې هم په یوشمېر ولایتونو کې د طالبانو پر زندانونو عملیات کړي او له دې زندانونو یې ملکي وګړي او افغان سرتېري خوشي کړي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب