شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپوهنې وزارت؛ د هغو زده کوونکو مخه نیسي، چې پاکستان ته د...

پوهنې وزارت؛ د هغو زده کوونکو مخه نیسي، چې پاکستان ته د دیني زده کړو په موخه ځي

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د هغو زده کوونکو مخه نیسي، چې پاکستاني مدرسو ته د دیني زده کړو په موخه ځي.
د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین وايي، افغانستان کې اوس د پخوا په پرتله خورا دیني راجستر شوې مدرسې فعالیت کوي او ددې اړتیا نشته، چې د دیني زده کړو په پلمه دې د پاکستان د ترهګرۍ مرکزونو ته افغان کوچنیان او یا ځوانان د زده کړو په موخه لاړ شي.
اغلې ارین تاند ته په یو راستولي غږیز پیغام کې ویلي، چې اوس مهال په افغانستان کې د اسلامي نړۍ په سطحه دیني مدرسې او مرکزونه شتون لري، نو هغه چاته به اجازه ورنکړي، چې پاکستان ته د دیني زدکړو لپاره لاړ شي.
د پوهنې وزارت دا تازه څرګندونې داسې مهال دي، چې دې وروستیو کې د ننګرهار ولایت په سرحدي ولسوالیو کې هغه کسان د طالبانو سره د جګړو په لیکو کې لیدل شوي، چې تازه د پاکستان له دیني مدرسو فارغ شوي او دلته د جګړو په موخه راستول شوي دي.
ملي امنیت هم څو ځله د هغو نیول شویو ځانمرګو ویډيوګانې خپرې کړي،چې ویلي یې دي، د پاکستان په بېلابیلو دیني مدرسو کې ورته د ځانمرګو او نورو حملو روزنه ورکړل شوې ده.

4 COMMENTS

  1. ډیر وروسته یی دی نقطی ته پام شوی خو بیا هم وروسته نده چی عملی جنبه ومومی. ما خپله په مهاجرت کی لیدلی دی چی چڼی به یی ډوډۍ ټولولو ته راغلل واړه ماشومان به وو خو تورخم نه را په دیخوا خلکو ته به یی کافر ویل نو مونږ به بیا ډوډۍ نه ورکوله. دا یو ډیر نیک اقدام دی ځکه د یوه افغان وژنه په دی ټولو نه ارزی دلته دی درسونه ولولی خو د مکتبونو او مدرسو درسونو کیفیت ډیر ټیټی سطحی ته وړل شوی

  2. پنجابیان پدې پوهیږي چې افغانان دین دوسته خلک دي ، بنا دوی زمونږ تنکی ماشومان او ځوانان پدې پلمه چې هلته دینې زده کړې کوي ، په خپلو پوځي روزن ځایونو کې روزي ، ماغزه یې ورته مینځي او چې بېرته راستون شي ، له دغو پاکو افغان ځوانانو داسې ځناور تربیه کړي چې بیا خپل وطن ورانول ، سوځول او د افغانانو وژل ورته یوه دیني وجیبه ښکاري .
    دا د افغانستان د اسلامي جمهوریت دنده ده چې هغو ځوانانو ته د درس او تعلیم زمینه برابره کړي کوم چې غواړي په دیني او اسلامي برخه کې دیني عالمان شي . د پنجابیانو په لاس د افغانستان د ورانولو لپاره خپل ځوانان مه ورکړئ .

  3. د شهر ناپرسان له انتصابی وزیری دی دا پوښتنه وسی:
    آغلی څنګه؟ ستا او د پاکستان مغزمینځنه به څنګه ورکه سی؟ ستاسو جنایتی شبکی به د کلیو په بانډو کی د اته کلنو ماشومانو وینه تویونه بنده کړی؟

  4. د استعمار ځپلی او د استعمار د څپلۍ (پاکستان ) دا ډول هڅی د ” میرا بدں میرا اختیار ” د پلید غورځنګ یو بل مخ دی منتها سناریو ئې توپیر سره لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب