Homeداسې هم شتهافغان مېرمنې د قران کریم ټول سپیڅلی کتاب په خپلو ګوتو خامک...

افغان مېرمنې د قران کریم ټول سپیڅلی کتاب په خپلو ګوتو خامک کړی

د کیمیا په نوم یوه افغانه مېرمن چې دا مهال په ترکیه کې ژوند کوي؛ د خپل هنر له مخې یې د قران کریم سپیڅلی کتاب په خپلو ګوتو د خامک له لارې ګنډلې او جوړ کړی دی.

هغې ویلي، چې د یاد سپیڅلي کتاب سره یې د بې کچې مېنې په اساس دا کتاب خامک کړی دی.

د اغلې کیمیا د معلوماتو له مخې، هغې په دې کتاب کې سره زر هم استعمال کړي دي.

نوموړې په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د دې هنري کار د ترسره کولو لپاره یې ۸ کیلوګرامه زري، دوه نیم کیلو ګرامه سره او یو کیلو ګرام شنه ورېښم تارونه کارولي دی.

دا لومړی ځل ندې چې یوه مسلمانه مېرمن د قرانکریم سره د بې سارې مېني په اساس یاد کتاب د خپل هنر له مخې، په ګوتو خامک کوي؛ مګر له دې وړاندې هم قرانکریم د ډېر شمېر کسانو له لوري په ګوتو یا قیمتي توکو جوړ شوی دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...