Homeخبرونهد افغانستان د فوتسال ملي لوبډلې وروستۍ لوبه کې نیوزیلنډ مات کړ

د افغانستان د فوتسال ملي لوبډلې وروستۍ لوبه کې نیوزیلنډ مات کړ

تاند ( پنج شنبه د زمري ـ اسد ۱۵مه)  د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تایلنډ کې د کانټینیټل جام سیالیو په وروستۍ لوبه کې نن (پنج‌شنبه) نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه.

دغه لوبه کې نیوزیلنډ ۶-۱ ماتې وخوړه.

افغان لوبغاړو په دې بریا سره یاد جام په یوه بریا پای ته ورسوه.

افغانستان تر دې وړاندې په خپلو درېیو لوبو کې له تایلنډ، ویتنام او روسیې سره مخ شوی و، چې دوه ماتې او یوه مساوي پایله یې درلوده.

د تایلنډ کانټینینټل جام سیالۍ د افغانستان، کوربه تایلنډ، ویتنام، نیوزیلنډ او روسیې په ګډون ترسره شوې.

دغه سیالۍ د راتلونکو مهمو سیالیو لپاره د لوبډلو د چمتووالي یوه برخه بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ژبه؛ باید سوچه شي که تغذیه؟ | عبدالرحمن فرقاني

دا فلسفه چې ګواکې ژبه باید «سوچه» شي او له نورو ژبو د اغېز له هر ډول نښې څخه خوندي پاتې شي، په حقیقت...