تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۱۵ مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا د داعش لوري د نړیوال امنیت ته د دوامداره ګواښ په اړه ځانګړې غونډه وکړه. په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو چارواکو او د غړو هېوادونو استازو ټینګار وکړ چې که څه هم داعش خپله پخوانۍ جغرافیایي ولکه له لاسه ورکړې، خو لا هم په بېلابېلو سیمو کې د بریدونو، جلب او جذب او شبکو د بیا منظمولو وړتیا لري.
د غونډې ویناوالو وویل چې د داعش تر ټولو لوی امنیتي ګواښ اوس په افریقا، په ځانګړي ډول د ساحل او چاد جهیل په سیمه کې لیدل کېږي، چیرې چې دې ډلې د نورو افراطي ډلو ترڅنګ خپل فعالیتونه پراخ کړي دي. د دوی په وینا، د دغو ډلو بریدونه د ملکي وګړو، امنیتي ځواکونو او بشري مرستندویانو پر ضد دوام لري.
د افغانستان په اړه ویناوالو وویل چې داعش خراسان څانګه لا هم د سیمې او نړۍ لپاره یو مهم ګواښ ګڼل کېږي. په راپورونو کې ویل شوي چې دغه ډله هڅه کوي خپل عملیات پراخ کړي، نوي غړي جذب کړي او له انلاین تبلیغاتو څخه د استخدام او افراطیت د خپرولو لپاره ګټه واخلي. امنیت شورا د دې ګواښ د مخنیوي لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
د ملګروکلتو د امنیت شورا د ۱۲۶۷ بندیزونو کمېټې د څار ډلې مشرې ناتالیا ګرمان وویل:: “داعش خراسان څانګه هڅه کوي خپل عملیات له افغانستان څخه نورو سیمو ته وغځوي.”
د امریکا استازی: موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره خوندي پناهځای نه شي.”
غونډې ته د د روسیې استازي وویل:: “د ترهګرۍ پر ضد نړیواله همکاري باید له دوهګونو معیارونو پرته ترسره شي.”
د چین استازی بیا وویل: “د افغانستان ثبات د سیمې د امنیت لپاره مهم دی او نړیواله ټولنه باید له دغه هېواد سره تعامل ته دوام ورکړي.”
د امنیت شورا غونډې ته د پاکستان استازي، چې هیواد یې له څو لسیزو راهیسي د ترهګرو په پاللو او روزلو تورن دی، وویل: “داعش خراسان او نورې ترهګرې ډلې لا هم د سیمې امنیت ته جدي ګواښ دي.”
دا په داسي حال کې چې د افغانستان اوسنی واکمن حکومت وايي چې پاکستان د داعش غړي په خپله خاوره کې روزي چې په افغانستان کې بریدونه وکړي. د افغانستان پخوانیو حکومتونو هم پاکستان د ترهګرو په ملاتړ تورناوه.
په ملګروملتو کې د افغانستان استازي نصیراحمد فایق وویل:: “ترهګرې ډلې د افغانستان او سیمې د خلکو لپاره دوامداره خطر جوړوي.”
په غونډه کې د سوریې وضعیت هم د اندېښنې وړ وبلل شو. ویناوالو خبرداری ورکړ چې د بندیخانو څخه د بندیانو تېښته او د پخوانیو داعش غړو او د هغوی د کورنیو د برخلیک نه روښانتیا، د دې ډلې د بیا منظمېدو خطر زیاتوي. هغوی د دمشق وروستي بریدونه هم د دې نښه وبلله چې د داعش ګواښ لا نه دی پای ته رسېدلی.
د امنیت شورا ګڼو غړو وویل چې یوازې پوځي اقدامات د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره بسنه نه کوي. د دوی په وینا، د ښې حکومتولۍ، د قانون د حاکمیت، د بشري حقونو درناوي، اقتصادي فرصتونو او د ځوانانو ملاتړ ته هم اړتیا ده، څو افراطي ډلې د خلکو له نارضایتۍ او بېوزلۍ څخه د جذب لپاره ګټه وانخلي.
ویناوالو همداراز خبرداری ورکړ چې داعش او ورته ډلې له نوې ټکنالوژۍ، ټولنیزو شبکو، مصنوعي ځیرکتیا (AI) او مجازي مالي شبکو څخه د تبلیغاتو، استخدام او تمویل لپاره کار اخلي. له همدې امله یې د دغو وسیلو د ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره د نړیوالې همغږۍ غوښتنه وکړه.
د غونډې په پای کې د امنیت شورا غړو د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد نړیوالې ستراتیژۍ او د داعش پر وړاندې د بندیزونو د نظام د بشپړ پلي کېدو پر اهمیت ټینګار وکړ او له ټولو هېوادونو یې وغوښتل چې د استخباراتي معلوماتو د شریکولو، د ترهګرو د مالي سرچینو د پرې کولو او د نړیوالو بندیزونو د عملي کولو په برخه کې خپلې همکارۍ لا پیاوړې کړي.