جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبشعرد عبدالباري جهاني غزل

د عبدالباري جهاني غزل

پټ مي رویبار وویل سیلونه به له غرونو وي

پورته یکه زار به د ایلبند له ګودرونو وي

تور به وي له ښاره د جانان به یې شړلی وي

لار د محتسب به تر قیامته پر اورونو وي

هغه ورځ به شیخه ترزاو ته ویني وژاړې

ږغ چي د انصاف سي او میدان د حسابونو وي

ستا به هر عمل ته د ریا پړی په غاړه وي

زموږ به له ګریوان څخه تصویر د ښکلیو زړونو وي

ستا به پر تسپو د جنتونو حساب کښلی وي

زموږ او د جانان به بیرنګي د غزلونو وي

څو به د خیام په خوله کیسې د زمانې کوو

موږ ته دي په نغده کي خپل ویش د قسمتونو وي

ما ته مي استاد په وړوکوالي کي ښودلي وه

تور د زلیخا ته به تعبیر د زندانونو وي

ګوره جهاني چي تر جانانه مزل ورک نه کې

لار به د سکروټو وي حساب به د ګلونو وي.

3 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب