چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeکلتورپه ښایستونو میین / محمد نعمان دوست

په ښایستونو میین / محمد نعمان دوست

 سالاب د لغمان د الینګار ولسوالۍ یوه شنه دره ده. د دې درې په منځ کې رود روان وي. د رود په غاړه د چارمغزو، امبلوکو او توتانو ونې لکه پیره دارې ولاړې وې.

د توتانو وخت کې لکه د کومې نازولې د مرجانونو لړ چې د رود په غاړه شلیدلی وي، د اوبو پر سر، سره توت روان وي او ډله ـ ډله هیلۍ ورپسې غاړې اوږدوي.

دې دره کې یو ځل بمبار کې ګیر راغلم. بمبار سره مخ کیدل مې لومړی ځل و، د کلي ګڼې میرمنې او موږ ماشومان له یوې لويې ډبرې لاندې ننوتلو.

 ډبرې لاندې لوی سوری و او دا د بمبار په مهال، ښه پناه ځای و. له هر بم سره به غرونو چیغې کړې او داسې شور به جوړ شو لکه غرونه چې هم د درې د خلکو په ویشتلو ځوریدل.

د الوتکو غږونه ورک شول، له ډبرې را ووتو، د ډبرې مخ څو ځایه مرمیو تراشلی و، خو موږ خوندي وو. څو کاله وړاندې یو ځل بیا دغې درې ته لاړم، حالات بدل و. دا ځل د سره پوځ او د هغوی د ګوډاګیانو ویره نه وه.

په هوا کې د چورلکو او جیټانو په ځای مرغان ښکاریدل چې د دې درې له ښکلا یې خوند اخیسته. د بمبار خاطرې مې تازه شوې.

 هماغې ډبرې خواته روان شوم، خو د یوه کور منظرې پښه نیولی کړم: د لته معمولاً کورونه له ډبرو جوړ وي، د دې ډبرین کور مخې ته د بمونو او راکټونو پوچکونه ولاړ و او له هر پوچکه رنګینو ګلانو سرونه راښکلي وو . ما ویل، آه خدایه! زموږ خلک څومره په ښایستونو میین دي، خو څو بدرنګه یې دغې مینې ته نه پریږدي.

محمد نعمان دوست، جلال اباد

4 COMMENTS

  1. عبدالولي ډېره بې انصافي کړې ده. ښاغلی نعمان دوست د افغانستان یو ښه لیکوال، یو خواخوږی انسان او د ملت په درد درمن شخصیت دی. د ده په باره کې داسې تصور ایجادول چې مطلب یې ګویا خپل نه دی، لویه بې انصافي ده. زه داسې تصور کوم چې د افغانستان د لویو لیکوالو خلاف یو کمپاین روان دی چې شاید د آی ایس آی پکې لاس وي.

  2. عبدالولي بې انصافي نه ده کړې جک یې وهلي دي. د دوست په شان ښه لیکوالان کم لرو. خدای ذدې یې په قلم برکت کړي.

  3. په ریښتیا هم چې ډیره ښایسته دره ده لکه چې دوست صاحب ویلي، خو افسوس چې دا وطن موږ پخپله په دوزخ اړولی دی، آیا موږ افغانان په ریښتیا هم په خپل وطن ارزو؟؟؟!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب