شنبه, مې 4, 2024
Home+وطنه/ اجمل پسرلی

وطنه/ اجمل پسرلی

سیګل مرغه راته نژدې په ډیره کښیناست. لکه شمال چې ورپو کړي، د سینې سپینې بڼې یې ببرې شوې. ګردۍ ګردۍ بې بڼو سترګې یې راته بې ازاره وایسیدې. داسې احساس مې کاوه لکه په پردیسۍ کې چې یو څوک راپیدا شوی وي… زمان کله ناکله دریږي، ما ورته کتل دی نه و. نه پوهیږم چې کله الوتی و.

درې بجې دي، تر دې دمه مې ورځ د بې وزره مرغه په رنګ تیره کړه. دا دریمه اونۍ ده چې د کډوالو له کمپه د سمندر غاړې ته پلی راځم. دا لاره اووه څلویښت دقېقې ده. کله چې د سمندر څپې لوړې شي داسې فکر کوم لکه یو څوک چې راسره شي راسره شي او د  څپو له ستنیدو سره ځي ځي، خو هیله وي چې بیرته راځي.

د سیګل مرغه کغا شوه، په سپینو خړو وریځو کې نه ښکاریده، سترګې مې رڼا یووړې، بیرته مې اوبو ته واړولې.

 سمندر نن داسې غلی دی، لکه زما شپه خو د شپې زما په مغزو کې شور وي دلته هم غلی شور شته زه یې نه وینم، نه یې اورم. راپاڅیدم اوبو ته مې شا کړه بیرته د کمپ په لور روان شوم، کمپ هم د تل په څیر غلی دی، د یوه بالکون په کټارې چا خپل وینځلی کمیس راځوړند کړی دی.

په کوټه کې پر تخت وغځیدم. دا تخت دوه منزله دی. په اولو څو ورځو کې چې دلته راغلم پورته تخت داسې راته ایسیده لکه څوک چې په کوټه کې راسره وي، خو تر دې دمه یې زما کوټې ته څوک نه دې رالیږلي.

د لاس ګوتې مې د بل لاس په ګوتو کې خاښۍ کړې، ټکونه مې وایستل. پښیمانه شوم چې ولې د سمندر له غاړې ژر راګرځیدم. د دوهم منزل له کړکۍ مې اسمان ته وکتل، وریځې درومي، نه پوهیږم چې په کوم لور. د کمپ پر وره له پولیسو سره یو تن راروان و، شاوخوا یې کتل، نوی ښکارې، چې د کوم وطن به وي له رنګه له لرې اسیایی ایسیده خو داسې ترهیدلی معلومیده لکه همدا شیبه چې د ځان مرګي برید له ځایه روغ راغلی وي، له کړکۍ مې لاس ورته وخوځاوه، راته ویې کتل، بیرته یې سرټیټ واچاوه.

د کمپ په غولي کې یوه پاڼه شمال په مخه کړې وه، د دروازې خواته یې رغړوله ورته ځیر شوم پاڼه د یوه بوټي په تنه کې بنده شوه. په زینو کې پسې ښکته شوم، لاندې مې شاوخوا وکتله دا پاڼه مې پیدا نه کړه. څرپا شوه، پولیسو هاغه راوستی کډوال ورسره وایست، په پښتو مې پسې غږ کړ:

« د کوم ځای یې وطنه»

شاته یې مخ راواړاوه هیڅ یې ونه ویل. نه پوهیږم وطندار و که نه و، که وطندار و ولې یې څه نه ویل؟ ولې پولیسو بیرته ورسره په مخه کړ؟

 پورته مې وکتل د باران څاڅکې مې په مخ ولویدل، د سمندر غاړې ته د تګ وخت نه و  لوندیدم، کوټې ته راغلم. د تخت پښې مې په دواړو لاسونو وخوځولې، د پورتني خالي تخت دربا شوه، د لرګیو او اوسپنې یې داسې غږ شو لکه ماښام مهال چې له کتاره بیل شوی سیګل کغیږي.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب