چهارشنبه, اکتوبر 23, 2024
Homeخبرونهد سېف دي چلدرن خبرداری: له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو په...

د سېف دي چلدرن خبرداری: له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو په منځ کې ناروغۍ په شدت خپرې شوي

تاند(جمعه، د عقرب ۲۶مه) سېف دي چلدرن موسسې نن اعلان وکړ چې له پاکستان څخه په وروستیو څو اوونیو کې د لکونو ایستل شویو افغان کډوالو په منځ کې ناروغۍ خورا زیاتې خپرې شوي او په شدت د خپرېدو په حال کې دي.

د دې موسسې په وینا، په ځانګړي ډول نس ناستی یا اسهال ډېر خپور دی چې د ډېرو ماشومانو ژوند ګواښي.

دا موسسه وايي، په یوه میاشت کې یې د شدیدې تنفسي ناروغۍ ۳ زره پېښې او د نس ناستي ۱۲۰۰ پېښې ثبت کړي دي.

د دوی په وینا دا ناروغۍ له دې کبله خپرې شوي چې تازه هیواد ته راغلي کډوال په اسانه پاکې اوبه نه شي ترلاسه کولی یا بیخي ورته مهیا نه دي او له بلې خوا د تشنابونو جدي ستونزې لري.

د اکتوبر له پیله تراوسه پورې پاکستان نژدې ۳ لکه افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي. د هغوی په منځ کې نژدې یولکو ۴۰ زره یوازې د روان نوومبر په تېرو څه کم دوو اوونیو کې ایستل شوي دي.

د سېف دي چلدرن تر دې اعلان مخکې د روغتیا نړیوال سازمان وویل چې له پاکستان څخه د ایستل شویو افغان کډوالو د روغتیايي خدماتو لپاره ۱۰ میلیون ډالره مرستې ته اړتیا لري.

د ملګروملتو د دې ادارې په وینا، دا پیسې یې د ۷۰ زره راستنو شویو کډوالو د طبي خدماتو لپاره پکار دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب